سوریې د امریکا له وتلو وروسته د التنف مهمه اډه ونیوله.

د سوریې د حکومت سرچینو د چهارشنبې په ورځ انادولو خبري اژانس  ته وویل چې د سوریې پوځ د اډې کنټرول په لاس کې واخیست او هلته ځای پر ځای شول.

By
سوریې د امریکا له وتلو وروسته د التنف مهمه اډه ونیوله. / AA

د سوریې حکومت د نږدې لسو کلونو وروسته د التنف ستراتیژیک اډې کنټرول چې د تیرو لسو کلونو راهیسې د امریکا په لاس کې وو ، د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته په لاس کې واخیست.

د سوریې د حکومت سرچینو د چهارشنبې په ورځ انادولو خبري اژانس  ته وویل چې د سوریې پوځ د اډې کنټرول په لاس کې واخیست او هلته ځای پر ځای شول.

راپورونه وايي چې امریکايي ځواکونه یوې اډې ته وتلي چې «ټاور ۲۲» نومېږي، دا اډه د اردن او سوریې تر منځ د پولې په غیر نظامي زون کې موقعیت لري او له التنف څخه ۲۲ کیلومتره (۱۳ میله) واټن لري.

که څه هم ویل کېږي چې په یوه وخت کې شاوخوا ۲۰۰ امریکايي سرتېري په التنف کې ځای پر ځای وو، خو د «ټاور ۲۲» په اډه کې د امریکايي پرسونل د شمېر په اړه هېڅ تایید شوې شمېرې نشته.

امریکايي ځواکونو د التنف اډه، چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې پراخه شوې وه، د هغو څارګریزو بالونونو سره یوځای کاروله چې هلته ځای پر ځای شوي وو، ترڅو د اردن له پولې څخه تر فرات سیند پورې په سلګونو کیلومتره اوږده سیمه کې د ایران پلوه ډلو او د داعش ترهګرې ډلې پوځي فعالیتونه وڅاري.