نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا او اسرائیل پلان درلود چې له بریدونو وروسته د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد واک ته ورسوي
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پلان دا و چې د هوايي بریدونو له لارې د ایران د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته، سختدریځی محمود احمدي نژاد د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
امریکا او اسرائیل پلان درلود چې له بریدونو وروسته د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد واک ته ورسوي
امریکا او اسرائیل پلان درلود چې له بریدونو وروسته د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد واک ته ورسوي

د نیویارک ټایمز د سه شنبې د ورځې د راپور له مخې، امریکا او اسرائیل د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د جګړې له پیل او په لومړنیو هوايي بریدونو کې د مذهبي مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو څو ورځې وروسته، د یو سختدریځي پخواني ولسمشر د واکمنولو پلان درلود.

امریکايي چارواکو ټایمز ته ویلي چې دا «زړور» پلان د اسرائیلو لخوا جوړ شوی و او د متحده ایالاتو د حکومت لخوا تایید شوی و، ترڅو د تهران رهبري په هغه چا بدله کړي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د جګړې په لومړیو ورځو کې وړاندیز کړی و؛ هغه ویلي وو چې دا به غوره وي که د ایران «له دننه څخه یو څوک» د هېواد واګې په لاس کې واخلي.

د ټایمز په وینا، دا «څوک» محمود احمدي نژاد و، «هغه پخوانی ایراني ولسمشر چې په خپلو سختدریځو، اسرائیل ضد او امریکا ضد نظریاتو مشهور دی.» ویل کیږي چې د نوي نظام د بدلون په اړه له هغه سره مشوره هم شوې وه.

د ټایمز په راپور کې یادونه شوې چې دا معلومه نه ده احمدي نژاد څنګه دې کار ته راضي شوی و، خو هغه یو «غیرعادي انتخاب» و، ځکه چې د ۲۰۰۵-۲۰۱۳ کلونو د ولسمشرۍ پر مهال هغه له نقشې څخه د «اسرائیلو د پاکولو» په شعارونو مشهور و. هغه همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام کلک پلوی، د امریکا سخت منتقد او د کورنیو اعتراضونو په ځپلو کې نامتو و.

خو دا لومړنی پلان ډېر ژر وروسته له هغه له منځه لاړ چې احمدي نژاد د جګړې په لومړۍ ورځ په تهران کې پر خپل کور د اسرائیلو په یو برید کې ټپي شو. د چارواکو په وینا، دا برید د دې لپاره شوی و چې هغه له کورني بند څخه خلاص کړي، خو د برید له ناسم ترسره کېدو وروسته احمدي نژاد او امریکايي چارواکي دواړه د نظام د بدلون له دې پلان څخه ناهیلي شول.

د «ټپي» احمدي نژاد درک
ټایمز راپور ورکړی چې احمدي نژاد که څه هم له چاودنې ژوندی وتلی و، خو له هغه وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او امریکا د هغه د اوسني ځای او روغتیايي حالت په اړه معلومات نه لري.

د دغه راپور له مخې، دا پلان د هغو څو پړاویزو هڅو برخه وه چې اسرائیلو د ایران د مذهبي حکومت د پرځولو لپاره جوړې کړې وې. دا موضوع ښيي چې ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په داسې حال کې جګړې ته ننوتلي وو چې نه یوازې یې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو د سرعت په اړه ناسم اټکل کړی و، بلکې پر یو داسې خطرناک پلان یې قمار وهلی و چې حتا د ټرمپ ځینو نږدې کسانو ته هم د منلو وړ نه ښکارېده.

سپینې ماڼۍ د نظام د بدلون په پلان کې د احمدي نژاد د رول په اړه د ټایمز پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د ایران د جګړې په اړه یې د امریکا د لارښوونو یوه اعلامیه خپره کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کلي په یوه بیان کې وویل: «له پیل څخه، ولسمشر ټرمپ د (ایپیک فیوري عملیاتو د اهدافو په اړه روښانه و: د ایران د بالستیک توغندیو له منځه وړل، د هغوی د تولیدي تاسیساتو ویجاړول، د سمندري ځواک ډوبول او د هغوی د نیابتي ډلو کمزوري کول. د متحده ایالاتو پوځ خپلو ټولو اهدافو ته رسېدلی او اوس زموږ ګاونډیان د یوې داسې معاملې لپاره کار کوي چې د ایران اټومي وړتیاوې د تل لپاره پای ته ورسوي.»

د ایران د مشر د بدلولو دا پلان د جنوري پر ۳مه د وینزویلا د هغه وخت د ولسمشر نیکولاس مادورو له تښتولو نږدې دوه میاشتې وروسته جوړ شوی و؛ چیرته چې امریکا په اسانۍ سره یو لنډمهاله ځای ناستی وموند چې له سپینې ماڼۍ سره یې نږدې کار کاوه.

خو د ایران د جګړې په قضیه کې داسې ونه شول او اوس ډېرې بې ځوابه پوښتنې شتون لري چې امریکا او اسرائیلو څنګه غوښتل احمدي نژاد واک ته ورسوي، په ځانګړې توګه د هغه ناکام برید په اړه چې هغه یې ټپي کړ او د دوی ماموریت یې له ماتې سره مخ کړ.

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.