ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، "موږ د اکټوبر په ۱۰مه په ریاض کې د پاچا ملک خالد نړیوال هوايي ډګر باندې د حوثیانو هغه بریدونه په کلکو ټکو غندو، چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي."
اردوغان د کابینې له غونډې وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ملت ته وینا وکړه.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې د تورکیې په سیمه کې د شخړو ډګرونو ته هره ورځ نوي ډګرونه ور اضافه کیږي، وویل:
"له لبنان څخه نیولې تر یمن او ایران پورې غځېدلې کرښه کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، او په ځانګړې توګه د نیابتي ځواکونو له لارې د بېلابېلو حسابونو د تصفيې هڅې روانې دي. تورکیه له څه مودې راهیسې د بحرانونو د هغې کړۍ سره سره چې شاوخوا یې چاپیره ده، د ثبات، باور او هوساینې د ټاپو په توګه خپل موقف ورځ تر بلې پیاوړی کوي. د سیمه ییز مالکیت د درک پر بنسټ، موږ د شخړو حل د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو اترو په میز کې د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې غواړو. حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی زموږ بنسټیز اصول دي. زموږ په اند، ویشل او ټوټه کیدل به یوازې د هغو شیطاني کړیو په ګټه وي چې غواړي زموږ سیمه د وینو په ډنډ بدله کړي.
په دې ترڅ کې، موږ د اکټوبر په ۱۰مه په ریاض کې د پاچا ملک خالد نړیوال هوايي ډګر باندې د حوثیانو هغه بریدونه په کلکو ټکو غندو، چې په پایله کې یې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي. موږ خپلو وژل شویو وروڼو ته چې د عمرې زیارت کوونکي هم پکې شامل وو، د لوی خدای (ج) له درباره څخه د رحمت او مغفرت او ټپي شویو وروڼو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو. تورکیه د غیرقانوني او غیر انساني بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان او خپلو سعودي وروڼو تر څنګ ولاړه ده."
ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې د اګست په ۷مه د تورکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د لاسلیک شوي 'ګډ دفاعي تړون' د بنسټیزو جوړښتونو د رامنځته کولو چارې دوام لري.




















