د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅې یوې مهمې پایلې ته نږدې شوې دي، او په ورته وخت کې یې د کواډ ډلې څلور غړي هېوادونه د هند-پاسیفیک سیمې د ثبات ساتلو لپاره کلیدي بللي دي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د یادې ډلې له مشرانو سره د انځور اخیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل: «زما په اند، دا مسله بشپړېدو (حل) ته ډېره نږدې شوې ده.»
نوموړي وویل چې دا جګړه درانه ځاني تلفات اړوي او میاشتنۍ مرګژوبله یې شاوخوا ۲۵،۰۰۰ کسان یاده کړه. هغه د شمېرو له تفصیل پرته وویل: «تاسو یې تصور کولی شئ؟ هره میاشت دومره، او تېره میاشت ۳۲،۰۰۰ کسان.»
ټرمپ زیاته کړه چې تمه لري دا موضوع به د هغه په راتلونکو بحثونو کې مهم ځای ولري. هغه وویل: «موږ به پر دې موضوع یوه ښه غونډه ولرو.»
د امریکا ولسمشر همداراز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د یوې جلا لیدنې احتمال هم خلاص پرېښود او ویې ویل چې که زمینه برابره شي، دې کار ته چمتو دی. هغه وویل: «زه نه پوهېږم، خو دا کار به وکړم. دا امکان شته. زه به یې وکړم.»
ټرمپ دا څرګندونې تر هغې غونډې لږ مخکې وکړې چې له څه باندې دوو کلونو وروسته د کواډ ډلې د مشرانو په کچه په مانیلا کې ترسره شوه، او د امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا مشران یې سره راټول کړل.
دا غونډه چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي (Sanae Takaichi) او د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز پکې ګډون کړی و، په داسې حال کې ترسره کېږي چې واشنګټن د لویو نړیوالو شخړو او کړکېچونو د هواري لپاره ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.
د مانیلا دا ناسته د ټرمپ د دواړو کاري دورو په اوږدو کې د کواډ ډلې د مشرانو په کچه لومړنۍ سرمشریزه ده، او ټاکل شوې چې راتلونکی کال به اسټرالیا د دې ډلې مشري پر غاړه واخلي.
کواډ د مصنوعي ځیرکتیا، منرالونو او سوداګرۍ پلانونه اعلان کړل
دغه غونډه د سویل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې (ASEAN) د ۱۱ غړو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شوه، چې ټرمپ پکې دا څلور هېوادونه «د یوه ازاد، پرانیستي، باثباته او سوکاله هند-پاسیفیک څلور کونجونه» وبلل.
هغه د «باوري» مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پراختیا لپاره د کواډ له لوري د څه باندې ۸۵ میلیونه ډالرو لګښت اعلان وکړ — چې اداره یې ورته «سوپر انټلیجنس» وايي — او تر څنګ یې د کواډ د نوې چټکوونکې برنامې (accelerator) یادونه هم وکړه.
ټرمپ د چین له نوم اخیستلو پرته، د مهمو منرالونو یوه هوکړه هم اعلان کړه چې موخه یې «د هر یوه بهرني عرضه کوونکي له خوا د فشار او انحصار ماتول» دي، او همداراز یې په ۲۰۲۷ کال کې د کواډ د سوداګریزو مشرانو د فورم د پرانیستلو خبر ورکړ.
مودي کواډ یو «رغنده او باوري شراکت» وباله، او د سمندري امنیت، باوري اکمالاتي ځنځیرونو، نویو ټکنالوژیو او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخو کې یې همکارۍ یادې کړې. هغه وویل چې د بهرنیو چارو وزیرانو د تېر کال له جنورۍ راهیسې پنځه غونډې کړې دي، او باور یې وښود چې دا سرمشریزه به د راتلونکي پړاو لپاره «عملي اهداف» وټاکي.
تاکایچي وویل چې دې ډلې په دوامداره توګه په سیمهییزه سوله او ثبات کې ونډه اخیستې، او سمندري امنیت، اقتصادي امنیت، انرژي او نوې راټوکېدونکې ټکنالوژۍ یې خپل لومړیتوبونه وبلل.
البانیز وویل چې کواډ د خپلو غړو له انفرادي مجموعې څخه ډېر پیاوړی دی، او زیاته یې کړه چې «نړۍ به یو ډېر خوندي او مصون ځای وي» کله چې دا څلور هېوادونه په ګډه کار وکړي. هغه مهم منرالونه، نایابه ځمکني عناصر او مصنوعي ځیرکتیا کلیدي موضوعګانې وبللې.
دا له ۲۰۲۴ کال سپټمبر راهیسې د کواډ لومړنۍ سرمشریزه ده؛ هغه مهال د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په ډیلاویر کې د البانیز، مودي او د جاپان د هغه وخت لومړي وزیر فومیو کیشیدا کوربهتوب کړی و. په ۲۰۲۵ کال کې په هند کې پلان شوې غونډه د مهالوېش د ستونزو له امله ځنډول شوې وه.






















