تورکیې د افغانستان او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ

تورکیې په دوحه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شوي اوربند کلک ملاتړ څرګند کړ او د خبرو اترو د اسانتیا برابرولو له امله یې د قطر ستاینه وکړه.

تورکیې د افغانستان او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ / Public domain

تورکیې د افغانستان او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ

تورکیې په دوحه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شوي اوربند کلک ملاتړ څرګند کړ او د خبرو اترو د اسانتیا برابرولو له امله یې د قطر ستاینه وکړه.
تورکیې د یکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند د هغه تړون هرکلی وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تورکیې او قطر په منځګړیتوب خبرو کې پرې هوکړه شوې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسلام اباد او کابل د هغې پرېکړې ستاینه هم وکړه چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره میکانیزمونه جوړېږي.

وزارت ویلي: "ترکیه به د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي."

وزارت د خبرو اترو د کوربه توب او اسانتیا برابرولو په برخه کې د قطر د رول ستاینه هم وکړه.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ، پاکستان او افغانستان پر سمدستي اوربند خپله هوکړه تایید کړه.

د پولې پر سر تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو، چې پاکستان د جمعې په شپه ناوخته د افغانستان په پکتیکا ولایت کې هوايي بریدونه وکړل. د کابل په وینا په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول، په داسې حال کې چې د دواړو لورو چارواکي په دوحه کې د خبرو لپاره سره راټول شوي وو.