نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي
ملګرو ملتونو په وینزویلا کې د زلزلې د مړو شمېر ۹۲۰ ته د رسیدو سره د نړیوالو مرستو د پیل کیدو پخلی کړی، پداسې حال کې چې په لسګونو هیوادونه د ژغورنې او طبي ډلې سیمې ته استوي.
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي

څو ساعته مخکې، سرپرستې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي وو چې د مړو رسمي شمیره تر ۵۸۹ پورې دوه چنده شوې ده، ځکه چې د ژغورنې ډلې تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي.

روډریګز له نظامي او ملکي چارواکو سره په یوه تلویزیوني غونډه کې وویل: "له بده مرغه، اوس موږ ۵۸۹ تنه مړه شوي کسان لرو."

د چهارشنبې په ورځ د ۷.۵ او ۷.۲ درجې زلزلو وروسته، د مړو رسمي شمیره مخکې ۲۳۵ ښودل شوې وه.

ملګرو ملتونو ویلي چې د لږترلږه ۱۷ هیوادونو څخه د لټون او ژغورنې نړیوالې ډلې وینزویلا ته استول کیږي ترڅو د دې ویجاړونکي زلزلې په ځواب کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې  ویلي چې اغیزمنو سیمو ته د دغو ډلو رسول اوس "لومړیتوب" دی.

د دې ادارې ویاند ینس لایرک په جینوا کې خبریالانو ته وویل: "زلزلې یو له خورا ویجاړونکو پیښو څخه دي چې په هر هیواد کې پیښیدلی شي. دا واقعیا یوه ویرونکې پیښه ده."
هغه زیاته کړه: "خو هغه څه چې موږ یې اوس وینو هغه په خپله غوره بڼه نړیواله همغږي او خوځښت دی. ټول بشري سیستم په ډیر سرعت او په لویه کچه په حرکت کې دی."

د نړیوالو ژغورونکو ډلو سمبالول
لایرک وویل چې ټولټال ۲۵ ډلې  په شمول د ښاري لټون او ژغورنې ۱۷ ملي واحدونه او د بیړني طبي غبرګون ډلې — استول کیږي، چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه د ژغورنې پرسونل پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د نورو ډلو د لیږلو تمه هم شته.

هغه زیاته کړه چې د چیلي، کولمبیا، ایل سلوادور، ایټالیا، مکسیکو، سویس او متحده ایالاتو ډلې لا دمخه په وینزویلا کې په کار بوختې دي.

د تورکیې، بریتانیا، چک جمهوریت، اکوادور، فرانسې، جرمني، اردن، هالنډ، قطر او اسپانیې په ګډون د نورو هیوادونو ډلې هم د حرکت په حال کې دي.

ژغورنه لا هم لومړیتوب دی
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې سمدستي اړتیاوې د ټپیانو مدیریت او د صدماتو (Trauma) پاملرنه ده، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې ودانۍ پکې نړیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیايي ادارې د امریکا د څانګې (PAHO) د بیړنیو چارو رئیس سیرو یوګارټ وویل: "تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې د امکان تر حده ډیر خلک وژغورل شي او ټپیانو ته په بیړني ډول د ژوند ژغورونکي روغتیایی خدمتونه وړاندې شي."

هغه له واشنګټن څخه د خبرو پر مهال وویل: "لومړني ۷۲ ساعتونه د ژوند ژغورلو لپاره خورا مهم دي، او هڅې تر ډیره پر دې متمرکزې دي چې اغیزمنو کسانو ته پر وخت طبي پاملرنه وشي. د مړو او ټپیانو شمیر به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د پام وړ زیات شي."

هغه وویل چې زلزلو داسې روغتیايي سیستم ځپلی چې لا دمخه کمزوری و، مګر په سیمه کې تر ۱۵ ډیرو د روغتیا وزارتونو د ملاتړ ژمنه کړې او د ډلو لیږلو ته چمتو دي.

یوګارټ وویل چې د د ملګرو ملتونو د روغتیايي ادارې کارپوهان د اغیزمنو روغتیایی تاسیساتو په نقشه کولو کار کوي. دوی تر ۹۰ ډیر روغتونونه په نښه کړي چې د زلزلې سختو ټکانونو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ دغو تاسیساتو ته لومړیتوب ورکوو، پشمول د هغوی د جوړښت د خوندیتوب ارزونه، د بیړني وارډونو ظرفیت، عملیاتي خونې، بسترونه، د وینې ذخیره او اکسیجن."

نوموړي په پای کې وویل: "روغتونونه د هډوکو د ماتیدو او د سر د ټپونو درملنه کوي، خو موږ د سوځیدنې او نورو داسې ټپونو شاهدان هم یو چې د ودانیو د نړیدو له امله رامینځته شوي دي."

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده