یمني چارواکو ویلي چې حوثي ملیشو د عدن نړیوال هوايي ډګر، د دغه ښار په التواهي ولسوالۍ کې یو بندر او د ساحلي ساتونکو دوه تاسیسات په بالستیک توغندیو په نښه کړي دي.
د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ په ایکس (X) شبکه کې په یوه پوسټ کې پر هوايي ډګر او بندر د نویو بالستیک توغندیو د بریدونو خبر ورکړ، خو د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
جلا توګه، د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوو بالستیک توغندیو د دغه وزارت په انګړ کې د ساحلي ساتونکو مرکزي دفتر په نښه کړ، په داسې حال کې چې دریم توغندي په التواهي ولسوالۍ کې د ساحلي ساتونکو یوه ودانۍ په نښه کړه.
سعودي عربستان او د یمن په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی حکومت د حوثي ملیشو تر پرله پسې بریدونو لاندې دي.
په عدن کې د چاودنو د غږونو تر اورېدل کېدو مخکې، د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي وو چې د سعودي په لویدیځو ښارونو، طائف او ینبع باندې توغول شوي دوه توغندي یې شنډ کړي دي.
حوثي ملیشو سمدستي د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې دوی یوه سمندري اډه او هغه پوځي کمپ په نښه کړی چې د سعودي ځواکونو تر څارنې لاندې دی.
د حوثي ملیشو پوځي ویاند یحیی سریع وویل چې د دوی ځواکونو په عدن کې د النصر په کمپ او سمندري اډه کې سعودي سرتېري په نښه کړي دي.
د هغه په بیان کې د عدن نړیوال هوايي ډګر یا د کارول شویو وسلو یادونه نه ده شوې.
د یمن د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا بریدونه په عدن کې پر ملکي او حیاتي تاسیساتو له تېرو بریدونو وروسته شوي، چې په کې پر نړیوال هوايي ډګر د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پرله پسې بریدونه هم شامل دي.
دغه وزارت خبرداری ورکړ چې د حیاتي تاسیساتو او عامه زیربناوو په نښه کول د ښار امنیت او ثبات ګواښي، ملکي وګړي له خطر سره مخامخ کوي او د هغو بنسټونو کار اغېزمنوي چې امنیتي او عامه خدمتونه وړاندې کوي.
د یمن حکومت او متحدین یې د عدن او د هېواد د سویلي او ختیځو ولایتونو پراخې سیمې په کنټرول کې لري، په داسې حال کې چې حوثي ملیشې د پلازمېنې صنعا ترڅنګ د یمن د شمالي او لویدیځو برخو ډېرې سیمې کنټرولوي.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حوثي ملیشو پر وړاندې د یمن د حکومت په ملاتړ د یوه پوځي ایتلاف مشري کوي.
د یمن د دولتي ځواکونو او حوثي ملیشو ترمنځ وروستۍ نښتې په جولای میاشت کې د ۲۰۲۲ کال د اوربند له ماتېدو سره پیل شوې.
دې ډلې د سعودي عربستان د انرژۍ او ملکي تاسیسات هم په نښه کړي دي.





















