تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
تورکیې او قزاقستان آستانې ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په ترڅ کې د پانګونې، انرژۍ، دفاع، زده کړو، رسنیو او زیربنا په برخو کې ۱۳ تړونونه لاسلیک کړل.
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه / Reuters

د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د قزاقستاني سیال قاسم جومارت توکایوف ترمنځ له خبرو اترو وروسته د انرژۍ، دفاع، زیربنا، زده کړو، رسنیو او پانګونې په برخو کې تړونونه لاسلیک شول.

تورکیې او قزاقستان آستانې ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په ترڅ کې د پانګونې، انرژۍ، دفاع، زده کړو، رسنیو او زیربنا په برخو کې ۱۳ تړونونه لاسلیک کړل.

اردوغان او د هغه قزاقستاني سیال قاسم جومارت توکایوف د پنجشنبې په ورځ په آستانه کې د استقلال په ماڼۍ کې د دوه اړخیزو خبرو او د تورکیې-قزاقستان د لوړ پوړې ستراتیژیکې همکارۍ شورا د شپږمې غونډې وروسته د ۱۳ تړونونو پر لاسلیک څارنه وکړه.

د لاسلیک شویو تړونونو په منځ کې "د تورکیې جمهوریت او قزاقستان جمهوریت ترمنځ د ابدي دوستۍ او ملګرتیا اعلامیه" هم وه، چې په مستقیم ډول د اردوغان او توکایوف له خوا لاسلیک شوه.

دواړو هیوادونو د پانګونې د متقابلې ودې او ملاتړ په اړه یو تړون او همدارنګه د تورکیې او قزاقستان د حکومتونو ترمنځ د کلتوري مرکزونو د جوړولو، فعالیت او تنظیم په اړه یو تړون هم لاسلیک کړ.

د تورکیې او قزاقستان ترمنځ په مدني چارو کې د حقوقي مرستو د تړون د تعدیل یو پروتوکول هم لاسلیک شو.

نور تړونونه

په نورو تړونونو کې د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزارت او د قزاقستان د ساینس او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د بورسونو یو ګډ پروګرام او د قزاقستان د ښوونې او روزنې وزارت او د تورکیې د ملي پوهنې وزارت ترمنځ په قزاقستان کې د تورکیې د معارف بنسټ د دوو ښوونځیو د پرانستلو په اړه د هوډ یو یادښت شامل وو.

د قزاقستان حکومت او TAV Holding شرکت د الماتې نړیوال هوایی ډګر په اړه د پانګونې یو تړون لاسلیک کړ، په داسې حال کې چې Samruk-Kazyna او ترکي شرکت YDA Insaat د روغتونونو د جوړولو د پروژو د تمویل په اړه د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

د قزاقستان د ملي راډیو تلویزیون او د تورکیې د دولتي ملي ټلویزیون (TRT) ترمنځ په راډیو او ټلویزیوني خپرونو کې د تفاهم یو یادښت لاسلیک شو.

KazMunayGas او د تورکیې د پټرولیم شرکت (TPAO) دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل، چې په کې د تیلو د ساحو د خدماتو په اړه د همکارۍ یو تړون او د تیلو او ګازو د پروژو د ګډې پراختیا په اړه د تفاهم یادښت شامل وو.

د آستانه نړیوال مالي مرکز او د استانبول مالي مرکز هم د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ.

په دفاعي سکتور کې، دواړو لورو د "عنقا بې پیلوټه الوتکو د تولید او ساتنې لپاره د یوه ګډ شرکت په جوړولو هوکړه وکړه.

 

وپلټۍ
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل