تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د لومړۍ نړیوالې جګړې د چناق‌قلعه د ستر بري د کلیزې په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ د ګالیپولي (Gallipoli) په عملیاتو کې د چناق‌قلعه  د بریا یادونه وکړه.
ولسمشر اردوغان د لومړۍ نړیوالې جګړې د چناق‌قلعه د ستر بري د کلیزې په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان د لومړۍ نړیوالې جګړې د چناق‌قلعه د ستر بري د کلیزې په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړ. / AA

د تورکیې ولسمشر وویل: "چناق‌قلعه یوه بې سارې حماسه ده چې په کې نه یوازې جګړه، بلکې ایمان، قرباني، د وطن مینه او د یو ملت په توګه د بیدارۍ شعور ټولې نړۍ ته اعلان شو."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ د ګالیپولي (Gallipoli) په عملیاتو کې د چناق‌قلعه  د بریا یادونه وکړه.

اردوغان د مارچ د ۱۸مې د شهیدانو د یادګار او د چناق‌قلعه د سمندري بریا د ۱۱۱مې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل: "چناق‌قلعه یوه بې سارې حماسه ده چې په کې نه یوازې جګړه، بلکې ایمان، قرباني، د وطن مینه او د یو ملت په توګه د بیدارۍ شعور ټولې نړۍ ته اعلان شو."

په دغه پیغام کې چې د عامه اړیکو ریاست لخوا خپور شوی، اردوغان یادونه کړې چې دا کلیزه په ډېر ویاړ او جذبې سره لمانځل کېږي.

اردوغان د هغو اتلانو په یادولو سره چې "چناق‌قلعه یې نه تېرېدونکې کړه" وویل: "په چناق‌قلعه کې د هغو زړونو لخوا شوې مبارزه چې له ایمان څخه ډک وو، په یو تاریخي بدلون بدل شوه او دا یوه نښه وه چې زموږ ملت به هیڅکله له خپلې ازادۍ او خپلواکۍ څخه تېر نه شي."

هغه په یادولو سره چې "د اناتولیا له ټولو ګوټونو څخه اتلان" د وطن د دفاع لپاره جبهو ته ورغلل او ملت  که سړی و که ښځه، ځوان که بوډا  "یو زړه شو او په خپل ژوند یې له خپلې خاورې دفاع وکړه،" زیاته کړه: "زموږ د پلرونو لخوا ښودل شوي دغه ستر مقاومت نه یوازې زموږ د وطن برخلیک بدل کړ، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې یې د محکومو او تر فشار لاندې ملتونو برخلیک هم بدل کړ. په چناق‌قلعه کې ښودل شوې میړانه زموږ د ملت د ورورولۍ، پیوستون او ګډ برخلیک یو له پیاوړو سمبولونو څخه دی."

د چناق‌قلعه جګړه

۱۱۰ کاله وړاندې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په عثماني امپراتورۍ کې د چناق‌قلعه په جګړه کې، چې د نړۍ یوه له خورا سختو جګړو څخه وه، لسګونه زره سرتېري ووژل شول. دا جګړه د ۱۹۱۵ کال د اپرېل له ۲۵مې څخه د ۱۹۱۶ کال د جنوري تر ۹مې پورې روانه وه.

برتانیا او فرانسې غوښتل چې د خپل متحد هیواد روسیې ملاتړ وکړي، ځکه چې د ګالیپولي ټاپووزمه د هغه وخت د روسیې امپراتورۍ ته د سمندري لارې زمینه برابروي. د هغوی هدف د عثماني امپراتورۍ د پلازمینې، استانبول نیول وو.

تورکي ځواکونو سمندري برید په شا وتمباوه او په اتو میاشتو عملیاتو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته. کله چې ځمکنۍ جګړه هم ناکامه شوه، بریدګر ځواکونه وتلو ته اړ شول.

د متحدینو پر وړاندې دې بریا د تورکي لوري روحیه پیاوړې کړه، چې وروسته یې په ۱۹۱۹-۱۹۲۲ کلونو کې د تورکیې د خپلواکۍ جګړه پیل کړه او په پای کې یې په ۱۹۲۳ کال کې د پخوانۍ امپراتورۍ له ایرو څخه یو جمهوریت (د تورکیې جمهوریت) جوړ کړ.

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی