نایجیریايي ځواکونو د بوکو حرام یو مهم قومندان او ۱۰ نور ترهګر ووژل

د نایجیریا پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هېواد په شمال ختیځ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې یو قومندان او ۱۰ نور غړي وژلي دي.

By
نایجیریايي ځواکونو د بوکو حرام یو مهم قومندان او ۱۰ نور ترهګر ووژل / Reuters

نایجیریايي ځواکونو د بوکو حرام یو مهم قومندان او ۱۰ نور ترهګر ووژل

ابو خالد د دغې ناقانونه ډلې یو له مهمو کسانو څخه بلل کېده چې د ترهګریزو بریدونو د همغږۍ مسوولیت یې پر غاړه درلود.

د نایجیریا پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هېواد په شمال ختیځ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې یو قومندان او ۱۰ نور غړي وژلي دي.

پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د "بورنو" ایالت په سامبیسا (Sambisa) ځنګل کې ترسره شوي دي. په اعلامیه کې د وژل شوي مشر نوم ابو خالد ښودل شوی، چې په سامبیسا ځنګل کې د بوکو حرام ډلې دویم نمبر کس و.

هغه په دغه ناقانونه ډله کې یو کلیدي شخصیت بلل کېده چې د سامبیسا په محور کې یې د لوژستیکي چارو او ترهګریزو اقداماتو د همغږۍ مسوولیت درلود. په اعلامیه کې زیاته شوې چې نایجیریايي ځواکونو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په شمال ختیځو ځنګلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات لا هم دوام لري.

بوکو حرام له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې په نایجیریا کې فعاله ده او له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په بریدونو کې په لسګونو زره خلک وژل شوي دي. د بشري حقونو کارپوهان وايي چې د بوکو حرام ډلې ډېری قربانیان مسلمانان دي.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې، دغې ډلې په ګاونډیو هېوادونو لکه کامرون، چاد او نایجر کې هم بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا یوازې د "چاد جهیل" په حوزه کې یې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان وژلي دي. په سیمه کې د ترهګریزو بریدونو او روانو نښتو له امله په سلګونو زره خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.