د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وروسته له هغه چې د سپینې ماڼۍ سره نږدې یو افغان وګړي د ملي ګارد پر سرتیرو برید وکړ او یو يي وواژه ، پلان لري چې د "اوږدې مودې" لپاره د پناه غوښتنې بهیر ودروي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې په امریکا کې به د پناه غوښتنې بهیر د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
ټرمپ وایي: "موږ پوره ستونزې لرو. موږ هغه خلک نه غواړو."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وروسته له هغه چې د سپینې ماڼۍ سره نږدې یو افغان وګړي د ملي ګارد پر سرتیرو برید وکړ او یو يي وواژه ، پلان لري چې د "اوږدې مودې" لپاره د پناه غوښتنې بهیر ودروي.
هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته د ایر فورس ون په الوتکه کې د فلوریډا څخه واشنګټن ډي سي ته د ستنېدو پر مهال وویل: "زه فکر کوم د اوږدې مودې لپاره." نوموړي د شکرانې اختر رخصتي په مار-ا-لاګو کې تیره کړه.
کله چې ترې د یوې ټاکلې مودې په اړه وپوښتل شول، هغه زیاته کړه: "موږ پوره ستونزې لرو. موږ هغه خلک نه غواړو."
کله چې وپوښتل شول چې ایا دا ځنډ به یو یا دوه کاله دوام وکړي، ټرمپ وویل: "هیڅ وختي محدودیت نشته، خو دا به اوږده موده وي."
ټرمپ وویل، دا پالیسي د هغو هېوادونو مهاجرینو ته متوجه ده چې ده "ډېر جرم ځپلي" او "زموږ سره دوستانه نه دي" بللي او زیاته یې کړه چې ځینې هېوادونه "پخپله له کنټروله وتلي دي." هغه د سومالیا نوم په ځانګړې توګه یاد کړ او ویې ویل چې دا ډول خلک "زموږ هېواد ته راځي او موږ ته وايي چې څنګه خپل هېواد اداره کړو."
د هغه اشاره د سومالیا الاصله دیموکراتې استازې الهان عمر ته وه.
د ټرمپ ادارې د نوامبر په ۲۶ مه په واشنګټن کې له ډزو وروسته د پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه، چې په پایله کې یې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم ووژل شوه او یو بل ساتونکی سخت ټپي شو.
د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، برید کوونکی افغان وګړی رحمان الله لکنوال په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته امریکا ته راانتقال شوی و او پخوا یې د سي آی اې په ګډون له بېلابېلو امریکايي دولتي ادارو سره کار کړی و.
لکنوال ته د ټرمپ ادارې لخوا د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې پناه ورکړل شوې وه، خو چارواکو د هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت لخوا د پلټنې پروسه کمزورې بللې او د افغانانو د هوایي لېږد پر مهال یې امریکا ته د هغه په داخلېدو نیوکه کړې ده.