نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
الهان عمر : زوی مې د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  د مامورینو لخوا درول شوی وو
امریکا د کانګرس استازې الهان عمر ویلي چې زوی یې له یوه پلورنځي څخه تر راوتلو وروسته د د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  مامورینو لخوا ودرول شو. هغې زیاته کړه چې زوی یې وروسته له هغه خوشې شو چې خپل پاسپورټ یې وړاندې کړ.
الهان عمر : زوی مې د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  د مامورینو لخوا درول شوی وو
الهان عمر : زوی مې د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  د مامورینو لخوا درول شوی وو / AP

   په امریکا کې د کانګرس د استازو جرګې سومالیايي الاصله دیموکراتې غړې، الهان عمر، ویلي چې زوی یې د کورني امنیت وزارت د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  د مامورینو لخوا درول شوی او وروسته له هغه چې خپل پاسپورټ یې ورښودلی، خوشې شوی دی.

د CBS نیوز د راپور له مخې، الهان عمر ویلي چې زوی یې له یوه پلورنځي څخه تر راوتلو وروسته د د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  مامورینو لخوا ودرول شو. هغې زیاته کړه چې زوی یې وروسته له هغه خوشې شو چې خپل پاسپورټ یې وړاندې کړ.

عمر وویل چې د د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  مامورین مخکې هم هغه جومات ته ورغلي وو چېرته چې یې زوی لمونځ کوي، خو پرته له کومې پېښې له هغه ځایه وتلي وو. هغې څرګنده کړه چې زوی یې "د دې لپاره چې ونه درول شي، خپل پاسپورټ تل له ځان سره ګرځوي."

الهان عمر د کډوالۍ او ګمرکونو د ساتنې ادارې  په "توکمیز پروفایلینګ" تورن کړ او ویې ویل: "دوی داسې ځوانان لټوي چې د سومالیايي په څېر ښکاري او فکر کوي چې اسناد نه لري."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۲۲مه په خپله ټولنیزه پاڼه کې اعلان کړی و چې په مینیسوټا ایالت کې د سومالیايي کډوالو لپاره د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" پروګرام پای ته رسوي.

ټرمپ د ډسمبر په ۳مه په خپلو څرګندونو کې سومالیا "په سختۍ یو هېواد" بللی و او ویلي یې وو چې نه غواړي د دې هېواد کډوال په امریکا کې پاتې شي. هغه الهان عمر هم "بې کفایته، ناوړه او کثافات" بللې وه.

ټرمپ ادعا کړې وه چې په امریکا کې مېشتو سومالیايي کډوالو مینیسوټا ایالت "وران" کړی او ویلي یې وو چې الهان عمر هم باید "له هېواده وشړل شي."

الهان عمر په خپلې ټولنیزې پاڼې کې په ځواب کې لیکلي وو: "ټرمپ ته زما پیغام دا دی: ستا له کرکې ډکې خبرې به کار ورنکړي. سومالیايي امریکایان به دلته پاتې شي."

لنډمهاله خوندیتوب حالت
ټرمپ، چې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې یې د هیټي، وینزویلا او افغانستان په څېر هېوادونو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب حالت د لغوه کولو لپاره ګامونه اخیستي، د هغه ځینې دا هڅې له قضايي خنډونو سره مخ شوې دي.

لنډمهاله خوندیتوب حالت کډوالو ته په هېواد کې د کار کولو اجازه ورکوي او د دوی د شړلو مخه نیسي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".