نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
دولتي رسنیو د جمعې په ورځ ویلي چې شمالي کوریا به خپل اټومي ځواک "هم د کیفیت او هم د کمیت له پلوه" پیاوړی کړي او د خپلې هغې نظامي استخباراتي ادارې رول به پراخ کړي چې پر سویلي کوریا تمرکز لري.
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ

شمالي کوریا وايي چې خپله اټومي وسله به پراخه کړي او پر سویلي کوریا د تمرکز لرونکو نظامي استخباراتي عملیاتو لړۍ به پیاوړې کړي.

دولتي رسنیو د جمعې په ورځ ویلي چې شمالي کوریا به خپل اټومي ځواک "هم د کیفیت او هم د کمیت له پلوه" پیاوړی کړي او د خپلې هغې نظامي استخباراتي ادارې رول به پراخ کړي چې پر سویلي کوریا تمرکز لري.

پیونګ یانګ د خپل اټومي پروګرام له امله تر پراخو بندیزونو لاندې دی، او دواړه کوریاوې له تخنیکي پلوه لا هم په جګړه کې دي، ځکه د ۱۹۵۰-۵۳ کلونو ترمنځ جګړه د سولې له کومې رسمي هوکړې پرته پای ته رسېدلې وه.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې شمالي کوریا په ځلونو د سویلي کوریا د ولسمشر، لي جې-میونګ  د سولې وړاندیزونه رد کړي دي. پیونګ یانګ سیول خپل "تر ټولو دښمن" هېواد بللی او ځان یې یو "نه بدلېدونکی" اټومي هېواد اعلان کړی دی.

د پیونګ یانګ رسمي خبري اژانس (KCNA) ویلي چې دا مسایل د پنجشنبې په ورځ د واکمن ګوند د مرکزي پوځي کمیسیون په یوه لویه ناسته کې وڅېړل شول. په راپور کې راغلي چې په دغه ناسته کې د اټومي ځواک د "کیفیت او کمیت له پلوه د پیاوړي کولو" په اړه پرېکړه وشوه.

په دې ناسته کې همدارنګه د پیونګ یانګ د هغې نظامي استخباراتي ادارې  د دندو او ماموریتونو پر پراخولو هم ټینګار وشو چې په سویلي کوریا کې د عملیاتو مسوولیت لري. شمالي کوریا خبري اژانس ویلي دي چې دا اداره "د احتمالي دښمنانو د ګواښونو په کنټرولولو او د مهمو معلوماتو په راټولولو کې کلیدي رول لوبوي."

په راپور کې زیاته شوې چې په دغه ناسته کې په بنسټیز ډول د دغې ادارې د "نظامي جاسوسۍ او استخباراتي فعالیتونو د وړتیاو پر لوړولو" خبرې وشوې.

د ملي یووالي د کوریا انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي، هانګ مین وویل چې د شمالي کوریا دا وروستی اقدام ښيي چې پیونګ یانګ اوس له دواړو کوریاوو سره د "دوه متخاصمو هېوادونو" په څېر چلند کوي، چې ښايي دا د تېر "اوربند پر بنسټ چوکاټ" ځای ونیسي. هغه AFP ته وویل: "د هېواد په کچه چلند کې، نظامي جاسوسي توپیر لري؛ ځکه د بل خپلواک هېواد په نښه کول ډیپلوماټیکې اغېزې لرلی شي."

د جاسوسۍ عملیات

کارپوهان وايي چې شمالي کوریا ښايي د هغو سرتېرو په بدل کې چې روسیې ته یې د اوکراین په جګړه کې د مرستې لپاره لېږلي، د څارګرو سپوږمکیو په ګډون نظامي ټیکنالوژي ترلاسه کړي. په ۲۰۲۳ کال کې دغه هېواد په بریالیتوب سره یوه نظامي جاسوسي سپوږمکۍ فضا ته ولېږله او ادعا یې وکړه چې د امریکا او سویلي کوریا د مهمو نظامي مرکزونو عکسونه یې اخیستي دي.

د سویلي کوریا د یووالي وزارت AFP ته ویلي چې دوی د شمالي کوریا د استخباراتي برخې د پراخېدو په اړه حالات "له نږدې څاري."

د ۱۹۵۳ کال د کوریا جګړې له پای راهیسې، شمالي کوریا د معلوماتو له راټولولو نیولې تر هدفي وژنو پورې جاسوسي عملیات ترسره کړي دي، چې په ۱۹۹۷ کال کې د تښتېدلي کس، لي هان-یانګ (Lee Han-young) وژنه یې یوه بېلګه ده.

د شمالي کوریا یو له مشهورو جاسوسانو څخه جیونګ سو-ایل و، چې په ۱۹۸۴ کال کې د "محمد کانسو" په نوم د یوه فیلیپیني-لبناني استاد په توګه سویلي کوریا ته داخل شوی و. وروسته له هغه چې د هغه اصلي هویت افشا شو، هغه په سویلي کوریا کې زنداني شو او وروسته بیا د ورېښمو لارې او د لوېدیځې اسیا د تاریخ یو متخصص شو.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی