راپور: امریکا منځني ختیځ ته نور سرتېري او جنګي بېړۍ استوي
رسنۍ د درېیو امریکايي چارواکو له قوله وايي، په جاپان کې مېشته (USS) ټریپولي جنګي بېړۍ او ورسره مل سرتېري اوس د منځني ختیځ پر لور روان دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پنټاګون منځني ختیځ ته د نورو جنګي بېړیو د استولو په اړه غور کوي، ځکه ایران د هرمز په تنګي کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د جمعې په ورځ د درېیو امریکايي چارواکو په حواله په راپور کې ویل شوي، چې د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) هغه غوښتنه منظوره کړې چې د اوبو او ځمکې عملیاتو لپاره د یوې چمتو ډلې او ورسره د سمندري ځواکونو د اکتشافي واحد د استولو غوښتنه یې کړې وه، چې معمولاً له څو جنګي بېړیو او ۵۰۰۰ سمندري سرتېرو څخه جوړه وي.
د راپور له مخې، دوو چارواکو ویلي چې په جاپان کې مېشته (USS) ټریپولي جنګي بېړۍ او ورسره مل سمندري ځواکونه اوس د منځني ختیځ پر لور روان دي.
چارواکو ویلي، سمندري ځواکونه له وړاندې په منځني ختیځ کې د ایران پر وړاندې د جګړې په ملاتړ بوخت دي.
پنټاګون د انادولو خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې د راتلونکي دریځ په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
له دې وړاندې، هیګسټ هغه اندېښنې رد کړې وې چې ګواکې د ایران پر وړاندې جګړه به د هرمز تنګي د اوږدې مودې لپاره د تړلو لامل شي.
هیګسټ وویل، ایران د هرمز په تنګي کې "د بشپړې ناهیلۍ له مخې" اقدامات کوي او زیاته یې کړه: "موږ له دې وضعیت سره چلند کړی، او تاسو اندېښنه مه کوئ."
کله چې ترې وپوښتل شول چې دا تنګی به کله بېرته په بشپړه توګه فعال شي، هیګسټ وویل "یوازینی شی" چې د تګ راتګ مخه نیسي هغه پر کښتیو د ایران ډزې دي.
هغه زیاته کړه: "موږ دلته د هر انتخاب لپاره پلان لرو. موږ د خپلو ادارو له شریکانو سره کار کوو، او دا هغه تنګی نه دی چې موږ به یې د شخړې ډګر پاتې کېدو یا د سوداګریزو توکو په بهیر کې د خنډ رامنځته کېدو ته پرېږدو."