په روسیه کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله په الوتکه کې سپرو ټولو ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی.
د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې یوه پوځي الوتکه یې په اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه کې شقوط شوې، چې په کې سپاره ټول ۲۹ کسان وژل شوي دي.
وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې پر مهال په دغې ان-۲۶ ډوله پوځي ټرانسپورټي الوتکه کې ۲۳ مسافر او شپږ تنه د عملې غړي سپاره وو.
په خبرپاڼه کې راغلي: "د مارچ پر ۳۱مه د مسکو په وخت د مازدیګر شاوخوا شپږ بجې پر کریمیا ټاپووزمې د یوې پلان شوې الوتنې پر مهال، له ان-۲۶ ډوله پوځي ټرانسپورټي الوتکې سره اړیکه پرې شوه."
د لټون او ژغورنې ډلو وروسته د الوتکې د لوېدو ځای وموند او تایید یې کړه چې هیڅوک ژوندي نه دي پاتي. د وزارت له خوا یو کمیسیون د پېښې ځای ته د څیړنو لپاره استول شوی دی.
د "ریا نووستي" خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي چې الوتکه په یوه غرنیزه سیمه کې لوېدلې ده.
وزارت زیاته کړې چې تر اوسه د کومې بهرنۍ اغیزې یا برید نښې نه دي موندل شوي او تخنیکي نیمګړتیا د الوتکې د لوېدو لومړنی لامل ګڼل کیږي.
روسي ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې کریمیا ټاپووزمه اشغال کړه، او له هغې یوه میاشت وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا سیمه په رسمي ډول د روسیې د فدراسیون په دوو جلا فدرالي برخو وویشله.