نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا د «جګړې د مخنیوي ځواک» د پیاوړتیا لپاره د توغندیو او مرمیو د تولید د پراخولو هڅه کوي
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د مهمو مهماتو د صنعت د تصدیو د تفتیش پر مهال د هېواد د توغندیو او مرمیو د تولید د ظرفیت د لا پراخولو غوښتنه کړې ده.
شمالي کوریا د «جګړې د مخنیوي ځواک» د پیاوړتیا لپاره د توغندیو او مرمیو د تولید د پراخولو هڅه کوي
شمالي کوریا د «جګړې د مخنیوي ځواک» د پیاوړتیا لپاره د توغندیو او مرمیو د تولید د پراخولو هڅه کوي / AP

شمالي کوریا د «جګړې د مخنیوي ځواک» د پیاوړتیا لپاره د توغندیو او مرمیو د تولید د پراخولو هڅه کوي

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون چارواکو ته امر کړی چې د توغندیو تولید زیات کړي او د توغندیو لپاره د پوځ د مخ په زیاتیدونکې اړتیا پوره کولو لپاره نورې فابریکې جوړې کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د مهمو مهماتو د صنعت د تصدیو د تفتیش پر مهال د هېواد د توغندیو او مرمیو د تولید د ظرفیت د لا پراخولو غوښتنه کړې ده.

د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) په وینا، کیم د لوړپوړو چارواکو په ملتیا له مهمو مهماتو جوړوونکو تصدیو لیدنه وکړه او د فابریکو پر عصري کولو او د تخنیکي بنسټونو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ترڅو د کوریا د ولسي پوځ عملیاتي اړتیاوې پوره شي.

پیونګ ‌یانګ په وروستیو کلونو کې د توغندیو ازموینې په څرګند ډول زیاتې کړې دي — چې شنونکي وایي موخه یې د دقیقو بریدونو د وړتیاوو ښه کول، د متحده ایالاتو او سویلي کوریا پر وړاندې ننګونه رامنځته کول، او د وسلو ازموینه مخکې لدې چې مهم متحد روسیې ته یې صادر کړي.

چارواکو کیم ته په ۲۰۲۵ کال کې د توغندیو او مرمیو د تولید د برخې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل، چې پکې د څلورمې ربعي تولید هم شامل و.

د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) د فابریکو د موقعیتونو او د لیدنو د وخت په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم له قوله ویلي: «اړینه ده چې د اړوندو تولیدي تصدیو تخنیکي بنسټونه په متوازن ډول پیاوړي شي، ترڅو د ټولیز تولید ظرفیت لا نور هم پراخ شي.»

کیم همدارنګه د ۲۰۲۶ کال لپاره د پرمختګ ‌محور تولیدي پلان پر اړتیا ټینګار وکړ، ترڅو د هېواد د توغندیو او توپچي ځواکونو راتلونکې عملیاتي اړتیاوې پوره شي.

کیم د نوو تصدیو د جوړولو او د موجوده فابریکو د لوړولو له لارې د مهماتو د صنعت د عصري کولو پر ارزښت ټینګار وکړ، او ویې ویل چې د توغندیو او مرمیو تولید د جګړې د مخنیوي ځواک په پیاوړتیا کې مرکزي رول لري.

د پنجشنبې په ورځ، د کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) راپور ورکړ چې کیم د ۸۷۰۰ ټنه وزن لرونکې، د اټومي انرژۍ پر بنسټ د ستراتېژیک لارښود توغندیو یوې اوبتل کښتۍ، چې لا د جوړېدو په حال کې ده، تفتیش وکړ او د سویلي کوریا هغه پلانونه یې چې د امریکا په ملتیا د اټومي اوبتل کښتیو د پراختیا لپاره دي، «یوه تهاجمي کړنه» او د سیمې د ثبات پر وړاندې ګواښ وبلل.

د کوریا مرکزي خبري اژانس ویلي چې پیونګ ‌یانګ د لارښود توغندیو په وسلې سمبال، د اټومي انرژۍ پر بنسټ یوه اوبتل کښتۍ جوړوي، هغه پروژه چې لومړی ځل یې د مارچ په میاشت کې څرګنده کړه.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"