سیاست
3 د لوستلو دقیقې
په داسې حال کې چې زیلینسکي د سولې تړون لپاره له ټرمپ سره خبرې کوي روسیې پر کییف بریدونه وکړل
زیلینسکي په G7 سرمشریزه کې خپلې خبرې د جګړې د پای ته رسولو لپاره "همغږې کونکې خبرې اترې" وبللې.
په داسې حال کې چې زیلینسکي د سولې تړون لپاره له ټرمپ سره خبرې کوي روسیې پر کییف بریدونه وکړل
په داسې حال کې چې زیلینسکي د سولې تړون لپاره له ټرمپ سره خبرې کوي روسیې پر کییف بریدونه وکړل

د اوکراین ولسمشر وايي چې هغه د جګړې د پای ته رسولو په موخه د اوو سترو صنعتي هیوادونو (G7) له نورو مشرانو سره له مشورو وروسته، له ولسمشر ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل میکرون سره خبرې کړې دي.
زیلینسکي په G7 سرمشریزه کې خپلې خبرې د جګړې د پای ته رسولو لپاره "همغږې کونکې خبرې اترې" وبللې.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې روسیې پر کییف د توغندیو بریدونه کړي دي. چارواکو له اوسیدونکو وغوښتل چې پناه ځایونو ته لاړ شي. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ډونالډ ټرمپ او اروپايي مشرانو سره خبرې وکړې.

د رویټرز خبري اژانس یو شاهد په کییف کې د چاودنو غږونه اوریدلي، پداسې حال کې چې د اوکراین په شمال ختیځ ښار "سومي" کې چارواکو ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې یو تن وژل شوی دی. د اوکراین په ډیرو برخو کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شوی و.

د کییف د نظامي ادارې مشر تیمور تکاچینکو د پنجشنبې په سهار په ټیلیګرام کې ولیکل: "دښمن پر پلازمېنه د بالستیک توغندیو بریدونه کوي. تر هغه چې د هوايي برید خبرداری پای ته نه وي رسیدلی، په خوندي ځایونو کې پاتې شئ!"

په فرانسه کې، زیلینسکي وویل چې د G7 سرمشریزې له نورو ګډونوالو سره له لیدنې وروسته یې له ټرمپ او میکرون سره خبرې کړې دي. هغه دا خبرې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د څه باندې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره "همغږې کونکې خبرې اترې" وبللې.

پر کییف دا برید په روانه اونۍ کې د روسیې دویم هوايي برید دی. د دوشنبې په ورځ په یو لوی برید کې یوه زر کلنه خانقاه (مانستر)، چې د اوکراین د معنوي او کلتوري میراث نښه ده، سخت زیانمنه شوه. په هغه برید کې ۱۰ کسان ووژل شول او د اروپايي مشرانو له خوا په کلکه وغندل شو.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیه د اوکراین په پرتله ډیر سرتیري له لاسه ورکوي. دا وروسته له هغه چې نوموړي اشاره وکړه چې پوتین او زیلینسکي دواړه د جګړې په اړه یو څه کولو ته لېواله ښکاري.

کرملین پدې اونۍ کې وویل چې پوتین له ټرمپ سره په وروستۍ ټیلیفوني اړیکه کې له زیلینسکي سره د کتنې پر احتمال بحث نه دی کړی. روسیې تل ادعا کړې چې دا اوکراین دی چې ماتې خوري.

د اوکراین په "انرهودار" ښار کې، چېرته چې د روسیې په ولکه کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ډېری کارکوونکي ژوند کوي، د روسیې له خوا ټاکل شوي ښاروال مکسیم پوخوف په ټیلیګرام کې وویل چې د اوکراین په بریدونو کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د روسیې د بلګورود په سرحدي سیمه کې هم سیمه ییزو چارواکو وویل چې د اوکراین د ډرون په برید کې یو سړی په خپل موټر کې وژل شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ، مسکو پر اوکراین تور پورې کړ چې پر هغې بس یې برید کړی چې د بیلاروس زده کونکي یې لېږدول، خو کییف دا تور "غلط" وباله.

د روسیې په جنوبي سیمه روستوف کې د ډرون برید یو تن وژلی، دوه نور یې ټپیان کړي او په دوو سوداګریزو مرکزونو کې یې د اور لګیدنې لامل شوی دی. ځايي والي وویل چې دفاعي سیسټمونو د بریدونو مخه نیولې، خو یو ریل ګاډی هم زیانمن شوی دی.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.