نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اسپانیا د ټرمپ د تعرفو ګواښونو ته سخت ځواب ورکړ
د اسپانیا د لومړي وزیر مرستیالې یولاندا دیاز وايي، هغه "سزا چې" د امریکا ولسمشر یې غواړي پر اسپانیا یې ولګوي، د امریکایانو لپاره به "ډېره ګرانه تمامه شي".
اسپانیا د ټرمپ د تعرفو ګواښونو ته سخت ځواب ورکړ
اسپانیا د ټرمپ د تعرفو ګواښونو ته سخت ځواب ورکړ / AP

دفاعي لګښتونو پر سر د ټرمپ د تعرفو ګواښ ته د اسپانیا ځواب؛ خبرداری یې ورکړی چې دا به امریکایانو ته په زیان تمام شي

د اسپانیا د لومړي وزیر مرستیالې یولاندا دیاز وايي، هغه "سزا چې" د امریکا ولسمشر یې غواړي پر اسپانیا یې ولګوي، د امریکایانو لپاره به "ډېره ګرانه تمامه شي".

د اسپانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته سخت غبرګون وښود چې که اسپانیا خپل دفاعي لګښتونه زیات نه کړي نو تعرفې به پرې ولګوي، او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول پالیسي به د امریکایي وګړو په زیان تمامه شي.

پارلمان ته په وینا کې، د اسپانیا د لومړي وزیر مرستیالې یولاندا دیاز وویل، هغه "سزا چې" د امریکا ولسمشر یې غواړي پر اسپانیا یې ولګوي، د امریکایانو لپاره به "ډېره ګرانه پرېوځي".

د هېواد د عامه خپرونې RTVE په حواله، هغې خبرداری ورکړ، "له امریکا سره د اسپانیا سوداګریز بیلانس کسر لري، چې دا په دې مانا ده چې دا پالیسۍ به امریکایانو ته زیان ورسوي."

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه له اسپانیا ډېر ناخوښه یم. دا یوازینی هېواد دی چې خپله شمېره یې تر ۵ سلنې پورې نه ده لوړه کړې... نو زه له اسپانیا خوښ نه یم."

دیاز دا هم یاده کړه چې دوی باید د تېلو له صنعت، د موټرو له صنعت، او نورو اغېزمنو سکتورونو څخه دفاع وکړي، او زیاته یې کړه: "په اسپانیا کې واک د اسپانویانو په لاس کې دی؛ موږ د هغوی تحت الحمایه نه یو."

په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر خوزې مانویل الباریس ناټو او یورو-اتلانتیک امنیت ته د خپل هېواد ژمنتیا بیا تکرار کړه او دا یې "له هر ډول شک څخه پورته" وبلله.

هغه د چهارشنبې په ورځ په چین کې خبریالانو ته وویل، اسپانیا "یو باوري متحد دی" چې د ختیځې اروپا په پوله کې یې په لوړه کچه ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د سیمې د امنیت لپاره "بنسټیز" رول لري.

د هغې له خوا، د ساینس وزیرې دیانا مورانټ وویل چې ټرمپ "معمولاً داسې ځینې څرګندونې کوي"، خو مهمه خبره دا ده چې "څو ورځې وړاندې له لومړي وزیر پېدرو سانچز سره، هغه خورا دوستانه و."

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي