منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
د اسرائیلو توپچي بریدونو، جنګي کښتیو او هوايي بریدونو د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې اوربند مات کړی دی.
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل

په غزه کې د اسرائیلو د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان، چې دوه ماشومان او یوه واده شوې جوړه هم پکې شامل دي، وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي، چې دا د اوربند وروستۍ سرغړونه ده.

طبي سرچینو انادولو اژانس ته تایید کړه چې په مرکزي غزه کې، د نصیرات کډوالو کمپ لویدیځ ته د السواره هدیرې ته نږدې د اسرائیلو په برید کې یو فلسطینی ووژل شو او یو بل ټپي شو، پداسې حال کې چې د اسراییلو په ډزو کې د غزې په وادي سیمه کې یو ماشوم وژل شوی.

په شمالي غزه کې، یو بل قرباني د جبالیا کډوالو کمپ په القصیس سیمه کې د اسرائیلو د ډرون برید په جریان کې د ټپونو له امله مړ شو.

د غزې ښار په جنوب ختیځ کې د زیتون په ګاونډ کې د یوې بلې مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو.

د غزې ښار په لوېدیځه برخه کې، د اسرائیلو یوې بریدکوونکې چورلکې د الشفا روغتون ته نږدې پر یوه استوګنیز کور توغندی توغولی، چې له امله یې یوه ښځه او مېړه وژل شوي او څلور نور یې ټپیان کړل، په شمول د دریو میرمنو.

دې برید اور لګېدنې ته لاره هواره کړه، چې وروسته د ملکي دفاع ډلو مړ کړ.

پراخ توپچي بریدونه

د غزې په سوېلي سیمو کې هم د مرګ ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، چیرې چې د اسرائیلو د ډزو له امله د خان یونس په جنوب کې د قیزان ابو راشوان په سیمه کې یو ماشوم ووژل شو.

پنځه نور کسان، چې یوه ښځه او دوه ماشومان هم پکې شامل دي، په حمد ښار او سوېلي سیمو کې د پوځي ډزو له امله ټپیان شوي دي.

د شپې په اوږدو کې، د اسرائیلو ټانکونو او کواډکاپټر ډرونونو د غزې ښار په ختیځ کې د طوفه په ګاونډ کې د استوګنې کورونو او بې ځایه شویو خیمو باندې ډزې وکړې، چې ورسره د درنو توپونو ډزې هم روانې وې.

عیني شاهدانو د سترو چاودنو راپور ورکړی، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو د خان یونس په ختیځ کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ملکي وګړو د ودانیو د نړولو عملیات ترسره کول.

په ورته وخت کې، جنګي سمندري کښتیو د غزې ښار پر شمالي ساحلي سیمو ډزې کړې دي، په داسې حال کې چې زغروالو پوځي موټرو د غزې په شمال لوېدیځه برخه کې د سودانیا پر سیمه ډزې کولې.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو د اوربند د سرغړونو له امله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې ۱۵۲۲ فلسطینیان وژل شوي او ۵۴۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له ۷۴۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۵۰۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړي دي، چې د سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي زیربنا یې زیانمنه یا ویجاړه کړې ده.

وپلټۍ
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې