نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
دا په څلورو کلونو کې چین ته د سانچیز څلورم سفر دی. هغه هڅه کوي اسپانیا د بیجینګ او ۲۷ کسیزې اروپايي ټولنې ترمنځ د یوه پله په توګه وښيي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې ترینګلې ښکاري.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله / Reuters

اسپانیا لومړي وزیر بیجینګ ته د خپل درې ورځني سفر په پیل کې، د له چین څخه وغوښتل چې خپل بازارونه پرانیزي او د اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ مخ پر زیاتېدونکي نابرابرۍ ته پام وکړي. هغه اسپانیا د اقتصادي همکاریو لپاره د یوه مهم پله په توګه وړاندې کړه.

دا په څلورو کلونو کې چین ته د سانچیز څلورم سفر دی. هغه هڅه کوي اسپانیا د بیجینګ او ۲۷ کسیزې اروپايي ټولنې ترمنځ د یوه پله په توګه وښيي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې ترینګلې ښکاري.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ګمرکي تعرفو لګول د لوېدیځو مشرانو ترمنځ اندېښنې پیدا کړي دي. د بریتانیا، کاناډا او جرمني په ګډون د ډېریو هېوادونو مشران په وروستیو میاشتو کې د نږدې اړیکو د رامنځته کولو لپاره بیجینګ ته تللي دي.

خو سانچیز ټینګار وکړ چې د اروپايي ټولنې او چین ترمنځ سوداګري "نابرابره" ده او له بیجینګ څخه یې وغوښتل چې د اروپا صادراتو ته خپل بازارونه پرانیزي. هغه په "تسینګوا" پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل: "موږ چین ته اړتیا لرو چې خپلې دروازې پرانیزي، ترڅو اروپا مجبوره نشي چې خپلې دروازې بندې کړي."

هغه له بیجینګ څخه وغوښتل چې د اوسني سوداګریز کسر په اصلاح کولو کې مرسته وکړي، هغه کسر چې یوازې تېر کال ۱۸ سلنه نور هم زیات شوی او په منځني او اوږدمهال کې زموږ د ټولنو لپاره د زغم وړ نه دی.

د سوداګریز کسر زیاتوالی
تېر کال اسپانیا (چې ۵۰ میلیونه نفوس لري) له چین سره (چې ۱.۴ میلیارده نفوس لري) د ۴۲.۳ میلیارده یورو (۴۹.۱ میلیارده ډالر) سوداګریز کسر درلود. سانچیز زیاته کړه چې یوازې له چین سره دا کسر د اسپانیا د ټولیز سوداګریز کسر ۷۴ سلنه جوړوي.

د اسپانیا مشر همدارنګه غواړي له چین سره سوداګري وروسته له هغه زیاته کړي چې ټرمپ (چې ټاکل شوې په می میاشت کې له بیجینګ څخه لیدنه وکړي) تېره میاشت پر اسپانیا د سوداګرۍ د کمولو ګواښ وکړ. د ټرمپ دا ګواښ وروسته له هغه راغی چې اسپانیا د ایران پر ضد (چې د چین مهم اقتصادي شریک دی) د امریکا د بریدونو لپاره د خپلو پوځي اډو کارول رد کړل.

د اسپانیا د حکومت سرچینې وايي چې د دې سفر اصلي موخه د کرنیزو او صنعتي توکو لپاره بازار ته لاسرسی او د ټیکنالوژۍ په برخه کې د ګډې پانګونې جذبول دي. سانچیز به هڅه وکړي چې د یورو زون دغه څلورم لوی اقتصاد ته نوي پانګوال راجلب کړي او د چین حیاتي خامو موادو ته لاسرسی ومومي.

نوموړی به د دوشنبې په ورځ د چین د ټیکنالوژۍ د غول پیکر "شیاومي" (Xiaomi) له مرکزي دفتر او د چین د علومو اکاډمۍ څخه لیدنه وکړي. د سه شنبې په ورځ به له ولسمشر شي جین پینګ او لومړي وزیر لي چیانګ سره وګوري.

د اسپانیا "دروازه"
کارپوهان وايي چې چین اسپانیا ته د یو "دوستانه" هېواد په سترګه ګوري چې له واشنګټن څخه نسبتاً خپلواکې پرېکړې کوي. اسپانیا د چینايي پانګوالو لپاره د اروپا، لاتینې امریکا او شمالي افریقا د بازارونو لپاره د یوې "دروازې" په توګه لیدل کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ، اسپانیا د اروپايي ټولنې په اډانه کې د چین "مهم شریک" وباله او ویې ویل چې د سانچیز سفر به دوه اړخیزې اړیکې لا لوړې کچې ته ورسوي.

تېر نوامبر کې د اسپانیا پاچا فیلیپ او ملکې لیتیزیا هم له چین څخه لیدنه کړې وه چې په ۱۸ کلونو کې د اسپانیا د پاچا لومړی سفر و. سانچیز په دې سفر کې د خپلې مېرمنې بیګونا ګومیز او د بهرنیو چارو وزیر جوس مانیل البارس سره ملګری دی.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی