نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا په مینیاپولیس کې یو تن د کانګرس په مسلمانې غړې ایلهان عمر برید وکړ
یو سړی چې تور جاکټ یې اغوستی و، وروسته له هغه ونیول شو چې په مینیاپولیس کې یې د امریکا د استازو جرګې پر غړې ایلهان عمر د هغې په کوربه توب جوړه شوې یوه غونډه کې نامعلوم مواد وشیندل.
د امریکا په مینیاپولیس کې یو تن د کانګرس په مسلمانې غړې ایلهان عمر برید وکړ
د امریکا په مینیاپولیس کې یو تن د کانګرس په مسلمانې غړی ایلهان عمر برید وکړ / Reuters

د امریکا په مینیاپولیس کې پر د کانګرس په  غړې سومالیا الاصله  ایلهان عمر د نامعلومو موادو له شیندلو وروسته یو سړی ونیول شو

د کانګرس استازې ایلهان عمر وروسته له هغه چې بریدګر سړی له خونې وایستل شو، خپلې غونډې ته دوام ورکړ.

یو سړی چې تور جاکټ یې اغوستی و، وروسته له هغه ونیول شو چې په مینیاپولیس کې یې د امریکا د استازو جرګې پر غړې ایلهان عمر د هغې په کوربه توب جوړه شوې یوه غونډه کې نامعلوم مواد وشیندل.

د سې شنبې په ورځ کله چې هغه ونیول شو او لاسونه یې شاته وتړل شول، حاضرینو چکچکې وکړې.

د پېښې په یوه ویډیو کې، په ګڼه ګوڼه کې د یو چا غږ اورېدل کېږي چې وايي، "ای خدایه، هغه پر دې یو څه وشیندل."

وروسته له هغه چې نوموړی له خونې وایستل شو، هغې خپلې غونډې ته دوام ورکړ.

د دې ګډوډۍ وروسته، عمر بېرته سټیج ته راغله او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ، سره له دې چې شاوخوا خلکو پرې ټینګار کاوه چې د معاینې لپاره له خونې ووځي، او د یوه کس غږ اورېدل کېده چې ویل یې د مایع بوی "ډېر بد" و.

عمر وویل: "موږ به خبرو ته دوام ورکړو. مهرباني وکړئ، مه پرېږدئ چې دوی ننداره جوړه کړي."

هغې زیاته کړه: "حقیقت دا دی چې د دې بدرنګه سړي په څېر خلک نه پوهېږي — موږ د مینه سوټا خلک غښتلي یو او د هر هغه څه په وړاندې به چې دوی یې زموږ پر لور راغورځوي، مقاومت وکړو."

عمر وویل: "ټول کښېنئ. زه به خپلې خبرې پای ته ورسوم،" او زیاته یې کړه: "زما لپاره مهمه ده چې د هغې (نوئم) د استعفا په غوښتنه کې د خپلو دیموکرات همکارانو مشرۍ ته دوام ورکړم."

"زه ځورونکو ته د بریا اجازه نه ورکوم"

له پېښې وروسته، عمر پر ایکس ټولنیزې رسنۍ خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې هغه ښه ده.

هغې پر ایکس ولیکل: "زه ښه یم. زه یوه ژوندۍ پاتې شوې یم، نو دا کوچنی لمسوونکی به ما له خپل کار کولو څخه ونه ډاروي."

"زه ځورونکو ته د بریا اجازه نه ورکوم."

هغې همدارنګه له خپلو رایه ورکوونکو څخه مننه وکړه چې د هغې ملاتړ یې کړی او تر شا یې درېدلي دي.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د عدلیې وزارت د عمر په اړه څېړنې کوي، او د هغو راپورونو په استناد یې دا خبره وکړه چې په تېر کال کې د هغې خالص ارزښت په چټکۍ سره لوړ شوی، دا هغه ادعا ده چې هغې رد کړې ده.

دا څرګندونې د ټرمپ له خوا پر عمر وروستی برید دی او د هغو بیانونو د لړۍ یوه برخه ده چې په کې ولسمشر خپل سیاسي سیالان د دندې پر مهال په ناوړه کړنو تورن کړي دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي