حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه

د فلسطین مقاومت ډلې (حماس) له منځګړو او ضامن هېوادونو څخه وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیلو د پرله پسې سرغړونو په وړاندې اقدام وکړي.

By
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه / AA

د فلسطین د مقاومت ډلې حماس یو ځل بیا خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چې منځګړي او ضامن هېوادونه دې په غزه کې د اوربند له هوکړې څخه د اسرائیلو د سرغړونو له امله لاس په کار شي.

د حماس ویاند حازم قاسم وویل چې اسرائیلو د شنبې په ورځ وختي په مرکزي غزه کې "بوږنونکی قتل عام" کړی دی.

قاسم زیاته کړه:"مجرم صهیونیسټي اشغالګر نن په البریج کمپ کې د وګړو په وژلو سره یو بوږنونکی قتل عام ترسره کړ، دا د نسل وژنې د هغې جګړې دوام دی چې د اوربند په اړه د ټولو غولوونکو خبرو سره سره لا هم نه ده درېدلې."

طبي سرچینو د انادولو خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلو د شنبې په سهار د البریج د کډوالو په کمپ کې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې شپږ فلسطینیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. وروسته بیا د شنبې په ورځ یو ۱۷ کلن ځوان علي حسام المصرۍ په بیت لاهیا ښارګوټي کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژل شو. عیني شاهدانو ویلي چې اسرائیلي پوځ د "زیړې کرښې"  هاخوا په هغې سیمه کې پر فلسطینیانو ډزې کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې نه وه.

قاسم وویل چې دغه وژنې د دې غوښتنې پر حقانیت ټینګار کوي چې باید اسرائیل د اوربند د هوکړې د لومړي پړاو پلي کولو او د ټولو سرغړونو پای ته رسولو ته اړ کړل شي. هغه زیاته کړه چې د بریدونو دوام د منځګړو هڅو ته د اسرائیلو "بشپړ بې غوري" ښيي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت هم دغه وژنې غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر اسرائیلو بندیزونه ولګوي. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په نسل وژنه کې له ۷۲،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلو په سلګونو ځله سرغړونې کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷۴۹ فلسطینیان وژل شوي او ۲،۰۸۲ نور ټپیان شوي دي.