نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره روسیې ته د سرتیرو استول تایید کړل
شمالي کوریا په لومړي ځل تایید کړه چې د  روسیې کورسک سیمې ته يي سرتیري استولي دي،. د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د شمالي کوریا  سرتیرو د روسیې سره  د کورسک په سرحدي سیمه کې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو  د بیرته نیولو په برخه کې مرس
شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره روسیې ته د سرتیرو استول تایید کړل
North Korea confirms troop deployment to Russia's Kursk / AP

شمالي کوریا روسیې ته د ځواکونو د استولو پخلی وکړ.

شمالي کوریا په لومړي ځل تایید کړه چې د  روسیې کورسک سیمې ته يي سرتیري استولي دي،. د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د شمالي کوریا  سرتیرو د روسیې سره  د کورسک په سرحدي سیمه کې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو  د بیرته نیولو په برخه کې مرسته کړې ده .

دغه اعتراف د دوشنبې په ورځ وشو، څو ورځې وروسته له هغې چې روسیې د شمالي کوریا ګډون تایید کړ. د سویلي کوریا او لویدیځو استخباراتي ادارو له اوږدې مودې راهیسې راپور ورکړی و چې پیونګ یانګ تېر کال د کورسک لپاره له ۱۰,۰۰۰ څخه زیات سرتیري استولي دي.

د شمالي کوریا د مرکزي نظامي کمیسیون په وینا، د دوی د وسله والو ځواکونو فرعي واحدونو د کورسک سیمو د آزادولو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، چې د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت د مشر د امر له مخې ترسره شول.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سرتیرو د استولو پریکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل دفاعي تړون له مخې کړې وه.

کیم وویل "هغوی چې د عدالت لپاره جنګیدلي، ټول اتلان او د خپل هېواد د ویاړ استازي دي." د راپور له مخې، شمالي کوریا مشر زیاته کړه چې د دې "جنګي کارنامو" لپاره به په پلازمینه کې ژر یو یادګار څلی جوړ شي.

د مرکزي نظامي کمیسیون په وینا، "د کورسک د سیمې د آزادولو عملیات چې د اوکرایني چارواکو له خوا د روسیې د فدراسیون د ماجراجویانه یرغل د مخنیوي لپاره ترسره شول، په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل."

د روسیې د لوی درستیز والري ګراسیموف د شنبې په ورځ د شمالي کوریا د سرتیرو "اتلولي" وستایله، چې د هغه په وینا "د اوکرایني وسله والو ځواکونو د ډلې په ماتولو کې یې مهمه مرسته وکړه."

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین پوځ لا هم د روسیې په کورسک کې جګړه کوي، سره له دې چې مسکو د خپل لویدیځې سیمې "آزادولو" ادعا کړې ده.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.