نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
روسیې او اوکراین د سې ‌شنبې په ورځ هر یوه ادعا وکړه چې د بل لوري له خوا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي / Reuters

روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله په کیف کې له یو ملیون څخه ډیر خلک له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.

روسیې او اوکراین د سې ‌شنبې په ورځ هر یوه ادعا وکړه چې د بل لوري له خوا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټیلیګرام کې وویل چې د روسیې د بریانسک سیمې په پوګارسکي ولسوالۍ کې د اوکراین د کامیکازې ډرون الوتکې د ملکي موټر په نښه کولو سره دوه ملکي وګړي ووژل.

هغه وویل: «اوکرایني ترهګرو د پوګارسکي ولسوالۍ د چاؤسي په کلي کې پر روان ملکي موټر د کامیکازه ډرونونو برید وکړ. له بده مرغه، د دې ترهګریز برید په پایله کې دوه ملکي وګړي ووژل شول.»

په ورته وخت کې، په اوکراین کې د زاپوریژیا د ولایتي پوځي ادارې مشر ایوان فېډوروف وویل چې د روسیې د توپچي بریدونو له امله یوه واده شوې جوړه او د هغوی ۵۷ کلن ګاونډی وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې لږ تر لږه شپږ شخصي کورونه زیانمن شوي او درې موټرونه سوځېدلي دي.

په جلا توګه، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام وویل چې په کیف کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د انرژۍ پر بنسټونو د روسیې د بریدونو له امله له برېښنا بې ‌برخې دي.

هغه ولیکل: «تر نن ماښامه پورې، یوازې په کیف کې له یو میلیون څخه زیات مصرف کوونکي برېښنا نه لري. د ودانیو یو لوی شمېر له تودوخې بې ‌برخې دی – له ۴ زرو څخه زیات اپارتمان بلاکونه.

‘ټولې هڅې باید د وضعیت د ښه کېدو پر لور متمرکزې شي.’»

وپلټۍ
د نیپال او چین د سیلابونو له امله د مړو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی او زرګونه کسان لا هم ورک دي
د بریتانیا حکومت پر لایپزیگ هوایي ډګر برید له امله روسي استازی احضار کړ
د امریکا د استازو جرګې د هغو پوهنتونونو لپاره د بندیزونو لایحه تصویب کړه چې پر اسرائیلو بایکاټ لګوي
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
ټرمپ: "که زه د امریکا ولسمشر نه وای، اسرائیل به له منځه تللی وای."
د روسیې له خوا د انګلستان پر پوځي اډو د حملې ګواښ
د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا استخباراتي تاسیساتو ته پراخ زیان اړولی دی
د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تېلو د تصفیې په یوه فابریکه کې د ډرون برید وروسته اور رامنځته شو
یوه ۱۰۱ کلنه ښځه د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شوه
د روسي شرکت اوزون پر درې بېلا بېلا زېرمتونونو باندې د بې پیلوټه الوتکو حملې ترسره شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش په کیف او نورو اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه په کلکه وغندل