روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
روسیې او اوکراین د سې شنبې په ورځ هر یوه ادعا وکړه چې د بل لوري له خوا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله په کیف کې له یو ملیون څخه ډیر خلک له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.
روسیې او اوکراین د سې شنبې په ورځ هر یوه ادعا وکړه چې د بل لوري له خوا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټیلیګرام کې وویل چې د روسیې د بریانسک سیمې په پوګارسکي ولسوالۍ کې د اوکراین د کامیکازې ډرون الوتکې د ملکي موټر په نښه کولو سره دوه ملکي وګړي ووژل.
هغه وویل: «اوکرایني ترهګرو د پوګارسکي ولسوالۍ د چاؤسي په کلي کې پر روان ملکي موټر د کامیکازه ډرونونو برید وکړ. له بده مرغه، د دې ترهګریز برید په پایله کې دوه ملکي وګړي ووژل شول.»
په ورته وخت کې، په اوکراین کې د زاپوریژیا د ولایتي پوځي ادارې مشر ایوان فېډوروف وویل چې د روسیې د توپچي بریدونو له امله یوه واده شوې جوړه او د هغوی ۵۷ کلن ګاونډی وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې لږ تر لږه شپږ شخصي کورونه زیانمن شوي او درې موټرونه سوځېدلي دي.
په جلا توګه، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام وویل چې په کیف کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د انرژۍ پر بنسټونو د روسیې د بریدونو له امله له برېښنا بې برخې دي.
هغه ولیکل: «تر نن ماښامه پورې، یوازې په کیف کې له یو میلیون څخه زیات مصرف کوونکي برېښنا نه لري. د ودانیو یو لوی شمېر له تودوخې بې برخې دی – له ۴ زرو څخه زیات اپارتمان بلاکونه.
‘ټولې هڅې باید د وضعیت د ښه کېدو پر لور متمرکزې شي.’»