نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا سفیر : د روسیې-اوکراین خبرو او سیمه ییزو خبرو کې د تورکیې رول ډیر مهم دی
باراک وویل چې تورکیه د ناټو یو مهم متحد په توګه په پراخه کچه پېژندل شوې، خو په سیمه کې یې هم پراخ نفوذ ښودلی، په ځانګړې توګه په سوریه کې او د روسیې او اوکراین د شخړې په منځګړیتوب کې.
د امریکا سفیر : د روسیې-اوکراین خبرو او سیمه ییزو خبرو کې د تورکیې رول  ډیر مهم دی
/ Reuters

د تورکیې لپاره د امریکا سفیر، ټام باراک، ویلي چې تورکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره په وروستیو خبرو کې یو ځانګړی رول لوبولی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د تورکیې د NTV ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: "تورکیه له دواړو هېوادونو، روسیې او اوکراین، سره دودیزه همکاري لري، چې دوی ته د پام وړ خبرو اترو د جوړولو وړتیا ورکوي."

باراک وویل چې تورکیه د ناټو یو مهم متحد په توګه په پراخه کچه پېژندل شوې، خو په سیمه کې یې هم پراخ نفوذ ښودلی، په ځانګړې توګه په سوریه کې او د روسیې او اوکراین د شخړې په منځګړیتوب کې.

هغه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د قوي اړیکو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د مرستې نیت لري.

باراک زیاته کړه چې ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه زغم له لاسه ورکوي.

‘مصنوعي سرحدونه او ناکامې تګلارې’

باراک  چې د سوریې په اړه خبرې کولې وویل ،چې په سیمه کې د امریکا اوسني سیاستونه به د تېرو تګلارو څخه په پراخه کچه توپیر ولري، کومې چې هغه ناکامې وبللې.

هغه استدلال وکړ چې د منځني ختیځ روانې ستونزې د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې د لویدیځو هڅو پایله ده چې سیمه د خپلو ګټو لپاره بدله کړي.

هغه وویل: "زه نه وایم چې دا سم وو یا ناسم. خو د بېلګې په توګه د بالفور اعلامیه واخلئ — دا د یهودي وګړو لپاره د نوي او آزاد وطن د جوړولو هڅه وه. بیا د سایکس-پیکو تړون راغی، چیرې چې یو بریتانوي او یو فرانسوي چارواکي په یوه سیمه کې چې د قبیلو او مذهبي فرقو څخه ډکه وه، مصنوعي سرحدونه وټاکل."

باراک وویل چې که څه هم عثماني امپراتورۍ یو فعال سیستم درلود، خو دا سرحدونه د محلي واقعیتونو په پام کې نیولو پرته ټاکل شوي وو. "دا ناشونې وه چې مصنوعي سرحدونه پرې وټاکل شي، خو سایکس-پیکو تړون همدا کار وکړ،"

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي