د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراین د خرسون په سیمه (اولیشکي ښار) کې د بشردوستانه مرستو د عملیاتو له امله یې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړی دی.
د دغه وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د اولیشکي ښار د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي: "د روسیې وسله والو ځواکونو د خرسون په سیمه کې د اولیشکي په استوګنځي کې د بشردوستانه مرستو د عملیاتو د چمتووالي په چوکاټ کې، د مسکو پر وخت د سهار له ۰۴:۰۰ بجو څخه د خرسون په لوري اوربند پیل کړی دی."
د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګیراسیموف تېره اونۍ اعلان کړی و چې د خرسون په اولیشکي ښار کې د بشردوستانه عملیاتو له امله به د اکتوبر له ۲۷مې نېټې څخه د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند نافذ شي.
د روسیې دفاع وزارت همدارنګه پرون ویلي وو چې د اولیشکي ښار په لوري د ماین پاکولو چارو ته دوام ورکوي.





















