په نیول شویو کسانو کې کمعمره کسان هم شامل دي.
د رسمي «بلګا» خبري آژانس د راپور له مخې، د لیژ ښار پولیسو د پروننیو لاریونونو په اړه یوه لیکلې اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ۴۵ کسان نیول شوي، چې ۱۲ پکې کمعمره (تر اتلس کلنۍ ټیټ) دي.
د بروکسل پولیسو هم ویلي چې د پروننیو پېښو پر مهال د پلازمېنې په مرکز کې سخت زیانونه اوښتي او ۱۵۰ کسان نیول شوي، چې ۱۵ پکې کمعمره دي.
په دې توګه، په دغه هېواد کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو ټول شمېر ۱۹۵ ته ورسېد.
په لاریونونو کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته شوې وې
د بلجیم په بروکسل او لیژ ښارونو کې د ښوونیزو تګلارو او د بودیجې د کمښت پر ضد په پروننیو لاریونونو کې د تاوتریخوالي پېښې هم رامنځته شوې وې.
په بروکسل کې پولیسو څو ځله پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی ګاز او فشار لرونکې اوبه (د اوبو ماشین) وکارول.
په لیژ کې هم کله چې پولیسو د لاریونوالو د تیتولو لپاره فشار لرونکې اوبه وکارولې، په شاوخوا کې راټول شویو خلکو «زموږ ملګري خوشې کړئ» شعارونه ورکول.
په فرانسه کې د ښوونیزو شرایطو پر وړاندې د غبرګون په توګه د زدهکوونکو پیل شوي لاریونونه، د اکټوبر په لومړۍ نېټه د بلجیم هغو سیمو ته هم وغځېدل چې فرانسوي ژبه پکې ویل کېږي.
په دغو لاریونونو کې چې عامه نظم پکې ګډوډ شوی و، ګڼ شمېر کسان نیول شوي او یو شمېر یې بندیان شوي دي.



















