سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د  والیبال نېشنز لیګ (VNL) د دویمې اونۍ په خپله دریمه لوبه کې، له دوه سیټونو وروسته پاتې کېدو سره سره بېرته ځان کابو کړ او جرمني ته یې ۳-۲ ماتې ورکړه.
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.

دې پایلې تورکیې ته په روان فصل کې پنځمه بریا په برخه کړه، په داسې حال کې چې جرمني خپله پنځمه ماتې تجربه کړه.

د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د  والیبال نېشنز لیګ (VNL) د دویمې اونۍ په خپله دریمه لوبه کې، له دوه سیټونو وروسته پاتې کېدو سره سره بېرته ځان کابو کړ او جرمني ته یې ۳-۲ ماتې ورکړه.

جرمني لوبه ډېره پیاوړې پیل کړه او د تورکیې د سرویس له غلطیو څخه یې ګټه پورته کړه ترڅو په لومړي سیټ کې ۱۲-۸ مخکې شي. جرمني تر پایه پر لوبه خپل کنټرول وساته او لومړی سیټ یې ۲۵-۱۸ وګاټه او ۱-۰ مخکې شول.

دویم سیټ د دواړو لوبډلو ترمنځ په مساوي امتیازونو پیل شو، خو د ملیسا وارګاس اغېزمنو سرویسونو له تورکیې سره مرسته وکړه چې ۶-۳ مخکې شي. تورکي لوبډلې د قوي بلاکونو او له منځ څخه د بریدونو په پایله کې دا فاصله ۶ امتیازونو (۱۴-۸) ته ورسوله.

خو جرمني د لینا الزمیر، کاميلا ویټزیل او چکولیف په مرسته بېرته ځان کابو کړ او نتيجه یې ۱۹-۱۹ مساوي کړه. په یوې خورا نږدې سیالۍ کې، جرمني دا سیټ ۲۶-۲۴ وګټلو او بریا ته یوازې یو سیټ لرې پاتې شول.

تورکیې په دریم سیټ کې غبرګون وښود. له یوې متوازنې پیل وروسته، تورکي لوبډلې د ایلکېن ایدین د مهمو امتیازونو په مرسته واټن زیات کړ او دا سیټ یې ۲۵-۱۹ وګټلو ترڅو د سیټونو نتيجه ۲-۱ ته راټیټه کړي.

څلورم سیټ یو بل سخت جنګ و. جرمني د چکولیف له لارې ۱۵-۱۴ مخکې شو، خو تورکیې د خپلو سیالانو له تېروتنو ګټه پورته کړه او د وارګاس او ایلکېن ایدین د ښې لوبې په برکت یې دا سیټ ۲۵-۲۲ وګاټه او لوبه یې پنځم (پریکنده) سیټ ته کش کړه.

تورکیې په وروستي سیټ کې هم خپلې پیاوړې لوبې ته دوام ورکړ، خورا ښه ځلیدنه یې نندارې ته وړاندې کړه او دا ستونزمن سیټ یې ۱۵-۱۳ وګاټه. په دې توګه یې خپله ماتې په بریا بدله کړه او لوبه یې ۳-۲ په خپل نوم کړه.

دا پایله د دې لامل شوه چې تورکیه په روان فصل کې پنځمه بریا ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې جرمني خپله پنځمه ماتې وخوړه.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.