نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
د ګرینلنډ حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې د ډاډمنولو لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د دغې شمالي قطبي سیمې دفاع د ناټو تر څارنې لاندې ترسره شي، او یو ځل بیا یې د ټاپو نیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله رد کړه.
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي / Reuters

ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
د ګرینلنډ حکومت یو ځل بیا په هر حالت کې د امریکا له خوا د دغه هېواد نیول ردوي.

د ګرینلنډ حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې د ډاډمنولو لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د دغې شمالي قطبي سیمې دفاع د ناټو تر څارنې لاندې ترسره شي، او یو ځل بیا یې د ټاپو نیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله رد کړه.

ټرمپ وړاندیز کړی چې متحده ایالات باید د ګرینلنډ د ترلاسه کولو په اړه فکر وکړي، کوم چې د ډنمارک پاچاهۍ یوه خپلواکه سیمه ده، ترڅو په راتلونکي کې د روسیې یا چین له خوا د دغې ستراتیژیکې او له کانونو ډکې سیمې د اشغال مخه ونیسي.

د ټاپو ائتلافي حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د متحده ایالاتو په ګډون د ناټو ټول غړي هېوادونه د ګرینلنډ په دفاع کې ګډې ګټې لري.»

د اروپايي ټولنې د دفاع او فضا کمیشنر، اندریوس کوبیلیوس، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا له خوا د ګرینلنډ پوځي نیواک به د ناټو پای وي.

د امریکا مشر ویلي چې هغه به له ډنمارک سره د دې ټاپو په اړه معاملې ته چمتو وي، «خو په هر صورت، موږ به ګرینلنډ ترلاسه کوو.»

تېره اونۍ فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې او برېتانیا له ډنمارک سره په ګډه یوه اعلامیه خپره کړه ترڅو د ټرمپ پر وړاندې له کوپنهاګن او ګرینلنډ څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د دوشنبې په اعلامیه کې راغلي: «د ګرینلنډ په اړه د ناټو د شپږو غړو هېوادونو د خورا مثبتې اعلامیې پر بنسټ، د ګرینلنډ حکومت به خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ګرینلنډ دفاع د ناټو په چوکاټ کې ترسره کېږي.»

حکومت زیاته کړه: «ګرینلنډ به تل د لوېدیځ دفاعي تړون برخه وي.»

ډنمارک او نورو اروپايي متحدینو د دې ستراتیژیک ټاپو په اړه د ټرمپ ګواښونو ته حیرانتیا ښودلې، په داسې حال کې چې دا ټاپو د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د امریکا د یوې پوځي اډې کوربه دی.

ګرینلنډ تر ۱۹۵۳ کال پورې د ډنمارک یوه مستعمره وه، ۲۶ کاله وروسته یې کورواکي ترلاسه کړه او اوس له ډنمارک څخه د خپلو اړیکو د پرې کولو په اړه فکر کوي. نظرپوښتنې ښيي چې د ګرینلنډ خلک په کلکه د امریکا له خوا د دوی د خاورې نیولو مخالف دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.