نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د مکسیکو په جنوب کې د پټلۍ نه د اورګاډي د وتو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
چارواکو ویلي، د مکسیکو په جنوبي ایالت اواکساکا کې د بین المحیطي اورګاډي د پټلۍ نه د وتو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.
د مکسیکو په جنوب کې د پټلۍ نه د اورګاډي د وتو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د مکسیکو په جنوب کې د پټلۍ نه د اورګاډي د وتو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده / AFP

د مکسیکو په جنوب کې د پټلۍ نه د اورګاډي د وتو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکو د ژغورنې عملیاتو لپاره ۳۶۰ سمندري پرسونل، ۲۰ موټرې، څلور ځمکني امبولانسونه، درې هوايي امبولانسونه او یوه تاکتیکي بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړې ده.

چارواکو ویلي، د مکسیکو په جنوبي ایالت اواکساکا کې د بین المحیطي اورګاډي د پټلۍ نه د وتو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د سمندري ځواکونو سکرتریت ویلي چې د یکشنبې په ورځ ۳۶ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي او پاتې نورو ته سطحي ټپونه اوښتي دي.

دغه سکرتریت د هغو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دغې ادارې یادونه کړې چې د لټون او مسافرو د موندلو عملیاتو لپاره یې ۳۶۰ سمندري پرسونل، ۲۰ موټرې، څلور ځمکني امبولانسونه، درې هوايي امبولانسونه او یوه تاکتیکي بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دا اداره د خدمت کولو لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي، د مکسیکو د خلکو د خوندیتوب او هوساینې په موخه کار کوي، او د حقایقو د روښانه کولو لپاره به د اړوندو چارواکو سره په همغږۍ توګه همکارۍ ته دوام ورکړي."

د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: "د سمندري ځواکونو سکرتریت ماته خبر راکړی چې د بین المحیطي اورګاډي په پېښه کې، له بده مرغه، ۱۳ کسان مړه شوي؛ ۹۸ تنه ټپیان دي، چې د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک دی. د ټپیانو درملنه د ماتیاس رومیرو او سالینا کروز په IMSS روغتونونو او همدارنګه د جوچیتان او ایکستپیک په IMSS-Bienestar روغتونونو کې روانه ده."

هغې زیاته کړه: "ما د سمندري ځواکونو وزیر او د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو مرستیال ته لارښوونه کړې چې سیمې ته سفر وکړي او د IMSS او IMSS-Bienestar له استازو سره یوځای په شخصي توګه د کورنیو څارنه وکړي."

"د کورنیو چارو وزیر هم  هڅې همغږي کوي. زه د اواکساکا د والي او د هغه د ټیم له ملاتړ څخه مننه کوم. موږ به د تازه معلوماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړو."

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې