منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د «نیویارک ټایمز» د یوه راپور له مخې، د امریکا او اسرائیلو پوځونو د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د نویو او پرله پسې پوځي بریدونو ځانګړي پلانونه جوړ کړي او د یوه احتمالي، لنډ خو ډېر شدید پوځي کمپاین لپاره چمتووالی روان دی.
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي

د امریکایي چارواکو او له لوړپوړو بحثونو د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دواړو پوځونو خپلو نظامي تمرینونو ته شدت ورکړی او د احتمالي بریدونو د تمرین لپاره یې د عراق پر فضا پروازونه ترسره کړي دي. په احتمالي اهدافو کې د ایران د انرژۍ زیربناوې، اټومي تاسیسات او د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو زیرمې شاملې دي.

ځینې چارواکي ادعا کوي چې د بریدونو یوه بله پراخه څپې کولی شي د ایران اقتصاد تر وروستي حده پورې ضعیف کړي او له نږدې اتو میاشتو شخړې وروسته تهران ډیپلوماتیکو امتیازاتو ورکولو ته اړ باسي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر پېټ هګسېت (Pete Hegseth) په یوه نااعلان شوي سفر کې په اسرائیلو کې د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لیدلي دي.

د ایران د اټومي پروګرام په نښه کولو پلانونو کې ممکن د «پیک اکس ماونټین» (Pickaxe Mountain) له ځمکې لاندې ژور تاسیسات هم شامل وي، چې په سیمه کې د «کوه کولنګ» په نوم یادېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې د دغه تاسیسات خلاف د ۹،۹۷۹ کیلو ګرامه وزن لرونکي (GBU-43/B) بم یا MOAB د کارولو امکان ارزوي. بيا هم، د وسلو متخصصینو خبرداری ورکړی چې دا بم پر ځمکه چوي او په سختو ګرانیټي ډبرو کې د نفوذ وړتیا نه لري. همدارنګه پوځي چارواکو ویلي چې د دغه بم د انتقال لپاره د (MC-130) ټرانسپورتي الوتکې ورو رفتار دا الوتکه د ایران هوايي دفاعي سیسټمونو ته خورا زیان منونکې کوي.

د نوامبر میاشتې احتمالي پرېکړې

د ورځپاڼې په وینا، دا اټکل اوس هم ناڅرګند دی چې ایا ټرمپ به د نویو بریدونو اجازه ورکړي او که نه، ځکه هغه سږکال په وار وار  د لویو پوځي عملیاتو وړاندیزونه ويټو کړې ده. دواړه پوځونه د روانې میاشتې په پیل کې برید ته چمتو وو، خو ټرمپ په وروستیو شیبو کې دا عملیات لغوه کړل.

چارواکو ویلي دي چې د نوامبر له منځمهاله ټاکنو وړاندې د هر راز برید امکان لږ دی. دا له هغه قول سره مطابقت لري چې وايي ترڅو چې خبرې اترې روانې وي، برید به نه کېږي. له بلې خوا، د امریکا د جنګي کښتیو او دریو الوتکې وړونکو بیړیو، زرګونو سمندري ځواکونو او ځانګړو قطعو بشپړ حضور به د نوامبر تر پیله وروستۍ بڼه غوره نه کړي—هغه مهال چې پر ایران د شپې دوامدارې تاریکۍ غوره تکتیکي پټنځای چمتو کوي.

ډیپلوماتیکې هڅې لا هم دوام لري؛ امریکایي مذاکره کوونکي د دغې پوځي شخړې له تهدید څخه د دباو په توګه کار اخلي ترڅو د هرمز په تنګي کې د د کښتیو د ازاد سفر او د اټومي پروګرام د محدودیټونو منلو ته تهران راضي کړي. په بدل کې، ځینې پلان جوړوونکي باور لري چې یو هوایي عملیات به د ایران پر دریځ ډیر زیات اغېز ونه کړي؛ ځکه د فبرورۍ او اپریل ترمنځ پوانیو بمباریو نه یوازې دا چې ایران له شا تګ ته مجبور نه کړ، بلکې د دفاعي توغندیو زیرمې یې هم کمې کړې او نړیوال انفلاسیون ته یې لمن ووهله.

د تهران ځوابي خبرداری

په اسرائیلو کې نننۍ سیاسي احوال هم د اکتوبر د ۲۷مې له ټاکنو وړاندې پوځي پرېکړې متاثر کولی شي. که نتنیاهو ماتې وخوري، هغه به د سرپرست لومړي وزیر په توګه له محدودیتونو سره مخ شي؛ خو شنونکي وايي، کیدای شي هغه له احتمالي جنګ څخه د خپلو سیاسي سیالانو پر وړاندې د اضطراري او ملي حکومت جوړولو لپاره کار واخلي.

سیمه ییز خطرات هغې مهال نور هم زیات شول کله چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په سعودي عربستان کې د حوثي ډلې له لوري د نویو بریدونو د خطر له امله خپلو غېر بېړنیو پرسونل او کورنیو ته د تخلیې امر وکړ.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د احتمالي پوځي پلانونو په هکله د تبصرې له کولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې ولسمشر ټرمپ ټول انتخابونه پرانیستي ساتي ترڅو د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه د ایران مخنیوی وکړي.

د ایران بل لوري، د مذهبي مشر مجتبی خامنه يي په مشرۍ ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې جګړه به نه ژر پېل شوې وي او نه به په یوه سیمه محدوده پاتې شي. تهران ژمنه کړې چې د غبرګون په توګه به د سیمې ډیټا مرکزونه (Data Centers)، د سمندر لاندې انټرنیټي کیبلونه او د سعودي عربستان د ارامکو په ګډون تیلي تصفیه خانې په  نښه کړي ترڅو د تیلو نړیوالې بیې لوړې کچې ته ورسوي. د ایراني مذاکره کوونکي جنرال محمد باقر قالیباف ارشد سلاکار مهدي محمدي وویل چې د ایران ځوابي بریدونه به «خورا سخت، ابتکاري او توپیر لرونکي» وي.

 

وپلټۍ
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.