نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د انګلستان د  پاچا  دریم چارلس سره په دولتي میلمستیا کې وویل  چې ایران باید اټومي وسلې ونلري.
د امریکا ولسمشر وايي چې پاچا چارلس "له ما سره موافق دی" چې تهران باید د اټومي وسلو د لرلو وړتیا ونلري، هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی دغه هېواد ته په نظامي لحاظ ماتې ورکړې ده.
ټرمپ د انګلستان د  پاچا  دریم چارلس سره په دولتي میلمستیا کې وویل  چې ایران باید اټومي وسلې ونلري.
ټرمپ د انګلستان د  پاچا  دریم چارلس سره په دولتي میلمستیا کې وویل  چې ایران باید اټومي وسلې ونلري. / Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د بریتانیا پاچا  دریم چارلس ورسره موافق دی چې ایران باید اټومي وسله ونلري، هغه دا موضوع د منځني ختیځ د شخړې په اړه په هغو څرګندونو کې یاده کړه چې په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا په ویاړ په جوړه شوې دولتي میلمستیا کې یې کولې.

دا مراسم د سې شنبې په ورځ، متحده ایالاتو ته د پاچا د څلور ورځني سفر په دویمه ورځ ترسره شول.

ټرمپ په میلمستیا کې وویل: "موږ دا مهال په منځني ختیځ کې یو څه کار کوو او ډېر ښه روان یو." هغه زیاته کړه: "موږ هغه ځانګړي مخالف ته په نظامي لحاظ ماتې ورکړې ده، او موږ به هېڅکله اجازه ورنکړو چې هغه مخالف اټومي وسلو ته لاس رسی ولري. پاچا چارلس په دې برخه کې له ما  سره ډېر موافق دی — موږ به هېڅکله اجازه ورنکړو چې هغه مخالف اټومي وسله ولري."

پاچا چارلس د ټرمپ له خبرو وروسته پخپلو څرګندونو کې د ایران یا جګړې په اړه څه ونه ویل.

همداشان د انګلستان پاچا چارلس د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړه .

هغه  د متحده ایالاتو په کانګرس کې په خپله وینا کې د اوکراین د دفاع لپاره پر "نه ماتېدونکي هوډ" ټینګار وکړ او د ناټو ستاینه یې وکړه.

د انګلستان  پاچا د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو د دوامداره مرستو پر اهمیت او د انزوا غوښتنې  پر خطرونو رڼا واچوله.

بریتانیا او متحده ایالاتو دواړو د کلونو په اوږدو کې پر دې دریځ ټینګار کړی چې تهران باید اټومي وسلې جوړې نکړي. تهران د دې وسلو د جوړولو هڅه ردوي خو وايي چې دوی د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون  د غړي په توګه حق لري چې د سوله ییزو موخو لپاره، د غني کولو په ګډون، اټومي ټکنالوژي پرمخ یوسي.

امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران جګړه پیل کړه. تهران د دې بریدونو ځواب په سیمه کې د امریکا پر ګټو په بریدونو سره ورکړ، چې ډېری یې په خلیجي هېوادونو کې وو.

د اپرېل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند اعلان شو، چې ورپسې د اپرېل په ۱۱-۱۲مه په اسلام‌اباد کې خبرې اترې وشوې، خو دا مذاکرات پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېدل. ټرمپ وروسته وویل چې دا اوربند د تهران له خوا د یوه وړاندیز تر رارسېدو پورې د پاکستان په غوښتنه غځول شوی دی.

 

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل