د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر بندیزونه لرې کړل
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا پرېکړه د دغه هېواد د "مخ پر ودې ډیپلوماتیک مشروعیت" څرګندونه کوي، ځکه شورا د امریکا له خوا د چمتو شوي پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې له مخې یې ولسمشر الشرع او د کورنیو چارو وزیر خطاب د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل شول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر بندیزونه لرې کړل
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا پرېکړه د دغه هېواد د "مخ پر ودې ډیپلوماتیک مشروعیت" څرګندونه کوي، ځکه شورا د امریکا له خوا د چمتو شوي پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې له مخې یې ولسمشر الشرع او د کورنیو چارو وزیر خطاب د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل شول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک مسوده تصویب کړه چې له مخې یې د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د داعش او القاعدې د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل شول.
د امریکا له خوا چمتو شوي دغه پرېکړه لیک ۱۴ مثبتې رایې ترلاسه کړې، او چین په کې سپینه رایه وکاروله.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دې پرېکړې هرکلی وکړ.
هغه وویل: "د دې متن په تصویب سره، شورا یو پیاوړی سیاسي پیغام استوي چې په رسمیت پېژني سوریه په یوه نوي پېر کې ده."
"د ولسمشر الشرع او د کورنیو چارو د وزیر خطاب له نوملړ څخه ایستل باید د سوریې خلکو ته د غوره فرصت په ورکولو کې مرسته وکړي."
د چین استازي فو کونګ استدلال وکړ چې پرېکړه لیک "د ټولو خواوو مشروع اندېښنې" په نښه کولو کې پاتې راغلی.
فو د امریکا په حواله وویل: "سپانسر د ټولو غړو نظریاتو ته پوره پام ونه کړ او شورا یې دې ته اړ کړه چې حتی کله چې د غړو ترمنځ لوی اختلافات موجود وو، د خپلې سیاسي اجنډا د پلي کولو لپاره اقدام وکړي."
هغه زیاته کړه: "چین چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي ترڅو په نږدې راتلونکي کې په سوریه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ په ترلاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي."
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا ټینګار وکړ چې "پرېکړه لیک د سوریې عربي جمهوریت حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امنیت شورا ژمنتیا بیا تاییدوي."
هغه وویل: "موږ تمه لرو چې دا بنسټیز اصول به د نړیوالې ټولنې د ټولو غړو له خوا مراعت شي، په شمول د اسرائیل، چې خپلو قوانینو ته دوام ورکوي او د ګولان د لوړو په ګډون د سوریې د حاکمیت یوه برخه یې اشغال کړې ده."
دمشق د دې اقدام هرکلی وکړ
سوریې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې یې ولسمشر الشرع او د کورنیو چارو وزیر خطاب د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل، او دا یې د دمشق د مخ پر ودې ډیپلوماتیک مشروعیت یو بل ثبوت وباله.
د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني پر ایکس په یوه بیان کې وویل: "یو ځل بیا او نه د وروستي ځل لپاره، د سوریې ډیپلوماسي خپل فعال شتون او د خنډونو په لرې کولو او د یوې خلاصې او باثباته سوریې راتلونکي ته د لارې هوارولو په برخه کې خپله وړتیا ثابتوي.
سوریې "له امریکا او دوستو هېوادونو څخه د سوریې او د هغه د خلکو د ملاتړ له امله مننه" څرګنده کړه.