تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان له تورکي ژبو هېوادونو وغوښتل چې د سیمې په امنیت کې خپله ونډه پیاوړې کړي
اردوغان د اذربایجان په ګابالا کې د تورکي ژبو هېوادونو د ۱۲مې سرمشریزې په مراسمو کې د سوریې، جنوبي قفقاز او کلتوري نوښتونو په اړه پر همکارۍ ټینګار وکړ او په سیمه کې یې د لا فعال رول غوښتنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان له تورکي ژبو هېوادونو وغوښتل چې د سیمې په امنیت کې خپله ونډه پیاوړې کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان له تورکي ژبو هېوادونو وغوښتل چې د سیمې په امنیت کې خپله ونډه پیاوړې کړي / AA

د تورکیې ولسمشر اردوغان له تورکي ژبو هېوادونو وغوښتل چې د سیمې په امنیت کې خپله ونډه پیاوړې کړي

اردوغان د اذربایجان په ګابالا کې د تورکي ژبو هېوادونو د ۱۲مې سرمشریزې په مراسمو کې د سوریې، جنوبي قفقاز او کلتوري نوښتونو په اړه پر همکارۍ ټینګار وکړ او په سیمه کې یې د لا فعال رول غوښتنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تورکي ژبو هېوادونو وغوښتل چې د سیمې د ثبات او امنیت په ساتنه کې لا فعاله ونډه ولري.

اردوغان د سې ‌شنبې په ورځ د اذربایجان په شمالي ښار ګابالا کې تورکي ژبو هېوادونو د سازمان (OTS) د دولسمې سرمشریزې په ترڅ کې وویل: "موږ باور لرو چې ترکي نړۍ کولای شي د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې په ډېرو لارو کې لا فعاله ونډه ولري."

هغه د نړیوال نظام نیوکه وکړه او ویې ویل: "موږ له داسې نړیوال نظام سره مخ یو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو ډېرو مسلو پر وړاندې بې ‌پروا پاتې شوې ده چې د بشریت وجدان ته زیان رسوي."

ولسمشر د سوریې د وضعیت په اړه وویل: "د ډېرو ننګونو سره سره، د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې د سوریې د حکومت پرمختګ موږ ته د راتلونکي لپاره د هیله‌ مندۍ دلیل راکوي."

هغه د لا ژور تعامل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ، د تورکي ژبو هېوادونو په توګه، باید د سوریې له حکومت سره خپل تعامل لا پیاوړی کړو."

د جنوبي قفقاز په اړه اردوغان وویل: "موږ یوازې پرمختګونه نه تعقیبوو، بلکې په اخلاص سره د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره ترسره کېدونکو ګامونو ملاتړ کوو."

هغه د اسراییلو وروستي بریدونه په قطر وغندل او ویې ویل چې دا ښيي "زموږ د سیمې د ثبات تر ټولو لوی ګواښ د دغه هېواد د اوسني مشرتابه له لوري راځي."

اردوغان د کلتوري نوښتونو په اړه وویل: "د ګډ الفبا په اړه، تورکیه لومړی ګام پورته کړی او د (نړیوال شهرت لرونکي قرغز لیکوال) چنګیز ایتماتوف او د اوغوزنامه (د اوغوز ترکانو افسانوي روایتونه) په اړه اثر د ګډ الفبا په بڼه خپروي."

دوامداره سوله تورکي ژبو هېوادونو د یووالي له لارې ممکنه ده: د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر

په همدې حال کې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې تل‌ پاتې سوله او اوږدمهاله ثبات یوازې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې د ترک هېوادونو د سازمان (OTS) غړي هېوادونه خپل دوامداره همغږي او شراکت لا پیاوړی کړي.

فیدان د اذربایجان په ګابالا ښار کې د تورکي ژبو هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې هم ګډون وکړ او وینا یې وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې ترک نړۍ باید اوس د سیمې د توازنونو د جوړولو اصلي لوبغاړی شي، او زیاته یې کړه چې د تورکي ژبو هېوادونو سازمان تر ټولو ستر ځواک د غړو هېوادونو تر منځ په زیاتېدونکي باور او همکارۍ کې نغښتی دی.

فیدان د سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو په وړاندې د لا ډېرو منظم ملاقاتونو اړتیا یاده کړه، څو د ترک نړۍ وکولای شي خپل دریځ معلوم کړي او پر وخت ګډ ګامونه همغږي کړي.

هغه د سې شنبې د سرمشریزې اصلي موضوع "سیمه‌ ییزه سوله او امنیت" ته په اشارې وویل چې دا د دوی د ګډ جغرافیې د راتلونکي لپاره تر ټولو ستر لومړیتوب دی.

فیدان ټینګار وکړ چې دایمي سوله او اوږدمهاله ثبات یوازې د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او شراکت د پرله‌پسې پیاوړتیا له لارې ترلاسه کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې دې موخې ته د رسېدو لاره دا ده چې د جیوپولیټیکي مسایلو په اړه په همغږۍ عمل وشي، په نړیوالو ډیپلوماټیکو ډګرونو کې همکاري او همغږي زیاته شي، او د نړېوالو مهمو مسایلو په اړه له یوه غږه خبرې وشي.

فیدان د شمالي قبرس د تورکیې جمهوریت  د ۲۰۲۲ کال په سرمشریزه کې د تورکي ژبو هېوادونو سازمان د څارونکي دولت په توګه د منل کېدو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د ترک نړۍ یووالی نور هم پیاوړی کړ.

هغه ټینګار وکړ چې د ترک قبرسي خلکو — چې د ترک نړۍ نه بېلېدونکی برخه ده — پر وړاندې د ظالمانه بندیزونو لرې کول او د دوی د حقونو منل د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

فیدان دا هم وویل چې په جنوبي قفقاز کې د دوامدارې سولې د ټینګښت په لور مهم پرمختګونه شوي دي، هغه سیمه چې د دوی د ګډې جغرافیې د ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ