نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په ناټو کې د امریکا سفیر ویتیکر وویل چې ناټو به د خپلو متحدینو پر وړاندې هایبرډ بریدونه ونه مني
په ناټو کې د امریکا دایمي استازي میتیو ویتیکر د شنبې په ورځ وویل چې د ناټو غړي باید د قصدي هایبرډ جګړې په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي او متحده ایالات به له خپلو هغو متحدینو ملاتړ وکړي چې له دا ډول پېښو سره مخ کېږي.
په ناټو کې د امریکا سفیر ویتیکر وویل چې ناټو به د خپلو متحدینو پر وړاندې هایبرډ بریدونه ونه مني
په ناټو کې د امریکا سفیر ویتیکر وویل چې ناټو به د خپلو متحدینو پر وړاندې هایبرډ بریدونه ونه مني

ویتیکر په ایټالیا کې د یوې سوداګریزې ناستې پر مهال وویل چې د تېرې میاشتې پر مهال د آلمان په لیپزیګ/هالي هوايي ډګر کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پېښه، چې برلین یې پړه پر روسیه اچوي، تر هغو پېښو ډېره د اندېښنې وړ ده چې په کې د اوکراین د په نښه کولو پر مهال روسي ډرون الوتکې د ناټو فضا ته په ناڅاپي ډول ننوځي.

د NTD News د راپور له مخې، ویتیکر وویل: "موږ د هایبرډ اقداماتو شاهدان یو، لکه هغه څه چې په لیپزیګ او پولنډ کې مو ولیدل، چې زه یې د زیاتې اندېښنې وړ بولم." هغه د ناټو غړي ویښ پاتې کېدو او د دښمنانه کړنو پر وړاندې پریکنده ځواب ورکولو ته وهڅول او زیاته یې کړه: "که موږ معلومه کړو چې دا کار چا کړی - لکه څنګه چې آلمان دا کار وکړ - نو موږ به په کلکه دا روښانه کړو چې دا د منلو وړ نه ده او موږ به یې ونه زغمو."

ویتیکر همدارنګه خبرداری ورکړ چې د انرژۍ د تاسیساتو په ګډون مهم بنسټونه ښايي په نښه شي او ټینګار یې وکړ چې ملي چارواکي باید د دا ډول تاسیساتو څارنه وکړي.

که څه هم د ځواب ورکولو مسؤلیت په لومړي ګام کې په ملي کچه دی، خو ویتیکر څرګنده کړه چې واشنګټن به د هغو متحدینو تر څنګ ولاړ وي چې له دا ډول کړنو سره مخ کېږي.

د برلین او مسکو ترمنځ د کړکیچ زیاتوالی

آلمان د روسیې استخباراتي ادارې د اګست د ۵مې نېټې د لیپزیګ هوايي ډګر د پېښې په پلانولو تورنې کړې او ځینې تدابیر یې اعلان کړل، لکه په بون کې د روسیې د قونسلګرۍ تړل او د هغو تړونونو لغوه کول چې په برلین کې د 'روسي کور' په ګډون د روسیې کلتوري او معلوماتي مرکزونه تر پوښښ لاندې نیسي.

روسیې دا تورونه «بې بنسټه، مسخره او غیر منطقي» وبلل او رد یې کړل. په آلمان کې د روسیې سفارت وویل چې برلین هیڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او دغه اقدامات یې په دوه اړخیزو اړیکو کې «یو بې ساری کړکیچ» وباله.

په یوه جلا بیان کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې آلمان به «مناسب ځواب» ترلاسه کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د آلمان تورونه رد کړل او ویې ویل چې د برلین د بې پیلوټه الوتکو د ناکامو بریدونو ادعاوې په اصل کې د آلمان له کورني سیاسي وضعیت څخه سرچینه اخلي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.