د هند په مېګالیا ایالت کې د سکرو په یوه غیرقانوني کان کې خونړۍ چاودنه شوې ده.
د هند په شمال ختیځ ایالت مېګالیا کې، په یوه غیرقانوني کان کې د درنې چاودنې له امله لږترلږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ځايي پولیسو د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې د چاودنې له ځایه ټولټال ۱۸ جسدونه ترلاسه شوي دي."
چارواکي وايي چې د سکرو په یوه غیرقانوني کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړې او د ژغورنې عملیات دوام لري.
د هند په شمال ختیځ ایالت مېګالیا کې، په یوه غیرقانوني کان کې د درنې چاودنې له امله لږترلږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ځايي پولیسو د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې د چاودنې له ځایه ټولټال ۱۸ جسدونه ترلاسه شوي دي."
د ختیځ جینتیا هیلز ولسوالۍ لوړپوړي چارواکي، منیش کمار، وویل چې په دې پېښه کې ۸ نور کسان ټپیان شوي هم دي. لا هم په کره توګه څرګنده نه ده چې د چاودنې پر مهال په کان کې څومره کارګر موجود وو، او وېره شته چې نور کسان هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
کمار وویل چې دا یو غیرقانوني "موږک سورلي" کان و. دا ډول کانونو ته ځکه "موږک سورلي" ویل کېږي چې ډېر تنګ او باریک تونلونه پکې کیندل کېږي. که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې د هند فدرالي محکمې دا ډول کیندنې په مېګالیا کې د اوبو د ککړتیا او ځاني خطرونو له امله منع کړې وې، خو لا هم په غیرقانوني توګه ترسره کېږي.
د سیمې د پولیسو مشر، ویکاش کمار، وویل چې چاودنه احتمالاً د ډینامیټ (باروتو) له امله شوې چې وروسته یې اور اخیستی او په کان کې زهرجن ګازونه راټول شوي دي.
د هند لومړي وزیر نریندر مودي پر دې پېښه خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. حکومت اعلان کړی چې د هر مړه شوي کس کورنۍ ته به ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ (شاوخوا ۲،۲۱۶ ډالره) تاوان ورکول کېږي.