منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په غزه کې په وروستیو پېښو کې دوه زده‌کوونکي د اسرائیلي عسکرو د ډزو په ترڅ کې او یو بل د ښوونځي څخه د کور په لاره د هوايي برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه

د فلسطین د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې اسرائیل په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې زده‌کوونکي وژلي دي، او د ماشومانو د ژغورنې او ساتنې لپاره یې پر نړیوالې ټولنې د بېړنیو اقداماتو غږ وکړ.

د وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په غزه کې د زده‌کوونکو ژوند ته متوجه خطرونه په زیاتېدو دي.

په دغه بیان کې چې د اسرائیلو لخوا د درېیو زده‌کوونکو وژل کېدل په کې تایید شوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ته په خطاب کې غوښتنه شوې چې ماشومانو ته دې امنیتي خوندیتوب برابر کړي، ښوونځي او ښوونیزو مرکزونو ته د هغوی د خوندي رسېدو ډاډ دې ترلاسه کړي او شوې سرغړونې دې ثبت کړي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دوه تنه فلسطیني ماشومان د اسرائیلي عسکرو په ډزو او درېیم کس له ښوونځي څخه د راستنېدو پر مهال د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.