وال سټریټ ژورنال د دوشنبې په ورځ د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د ایران له خوا د یوه راپور شوي ګواښ په غبرګون کې په بریتانیا کې له خپلې دویمې هوايي اډې څخه هم الوتکې ایستلې دي.
د راپور له مخې، د دوشنبې په سهار د امریکا د تېلو رسولو دوه ټانکر الوتکو چې د )آر ای ایف میلډن هال( له اډې څخه یې فعالیت کاوه، خپل مسیر د جرمني پر لور بدل کړ، په داسې حال کې چې په دغه اډه کې څو نورې ټانکر الوتکې د ورځې په وروستیو کې جرمني او نورو ځایونو ته ولېږدول شوې.
ژورنال زیاته کړې چې د راپور شوي ګواښ د دقیق ماهیت په اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ لا هم بحثونه روان دي.
د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند د راپور شوي ګواښ په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل: "موږ معمولاً د نورو هېوادونو د فعالیتونو په اړه تبصره نه کوو. الوتکې او نور تجهیزات په منظمه توګه د عملیاتي اړتیاوو سره سم حرکت کوي."
مخکني امنیتي لامل د بم غورځونکو الوتکو د ایستلو لامل شوی و
دا اقدام څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د تېر سپټمبر په میاشت کې د انګلستان په سویل لویدیز کې د «آر ای ایف فیرفورډ» اډې بهر پنځه بریتانوي کسان ونیول شول.
له هغې پېښې وروسته، د امریکا پوځ د امنیتي دلایلو له مخې له دغې اډې څخه خپلې «B-1» بم غورځونکې الوتکې وایستلې.
د یادونې وړ ده چې د «RAF Fairford» اډه د امریکايي بم غورځونکو الوتکو لخوا پر ایران د بریدونو ترسره کولو لپاره کارول کېده.






















