د اسرائیلو جنګي الوتکو د سوریې په سویدا ښار نوی هوايي برید کړی دی.

دا تازه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په ښار کې د اوربند یوه نوې موافقه تایید کړه، چې پکې د مرکزي حکومت تر واک لاندې د سویلي ولایت بشپړ بیا یوځای کیدل شامل دي.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د سوریې په سویدا ښار نوی هوايي برید کړی دی.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا وویل چې برید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ښار شاوخوا سیمې په نښه کړي، پرته له دې چې د ټپیانو یا زیان په اړه جزئیات ورکړي.

دا تازه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په ښار کې د اوربند یوه نوې موافقه تایید کړه، چې پکې د مرکزي حکومت تر واک لاندې د سویلي ولایت بشپړ بیا یوځای کیدل شامل دي.

اسرائیل د دروز ټولنې د حقونو نه د دفاع په پلمه دوه ورځې مخکې د سوریې  پلازمینه دمشق، او همدارنګه سویدا او درعا  ښارونه په نښه کړل.

په عین حال کې، امریکا د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی په سوریه کې د خپل متحد اسرائیلو د بریدونو سره  مخالفت کوي. امریکا  یوه ورځ وروسته له هغه چې واشنګټن او انقرې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې په منځګړیتوب کې مرسته وکړه دا څرګندونې وکړې.

د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس خبریالانو ته وویل: " امریکا د اسرائیلو د وروستیو بریدونو ملاتړ نه دی کړی."

هغې وويل: "موږ په لوړه کچه له اسرائیل او سوریې سره په ډیپلوماټیک ډول اړیکه نیسو، دواړه د اوسني بحران د حل لپاره او د دواړو خپلواکو دولتونو ترمنځ د تلپاتې موافقې ته د رسیدو لپاره."

هغې له دې ویلو ډډه وکړه چې ایا امریکا له اسرائیلو سره خپله نارضایتي څرګنده کړې ده یا دا چې ایا دا به په سوریه کې د راتلونکو بریدونو مخالفت وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائیلو د بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې اندیښنه څرګنده کړه، چې پکې په دمشق کې د دفاع وزارت برید شامل و.

هغه وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چې په مستقیم ډول یې د اسرائیلو بریدونو ته اشاره نه وه کړې مګر د تاوتریخوالي په اړه یې پراخه اندیښنه څرګنده کړه.

اسرائیل ادعا کړې چې د ټولنیزو نښتو وروسته د ډروز ټولنې په استازیتوب مداخله کوي.

اسرائیل د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو راهیسې په مکرر ډول په سوریه بریدونه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د پنجشنبې په ورځ یې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د تیلیفون له لارې خبرې وکړې، د تورکیې او سعودي عربستان ملاتړ يي کړی دی چې د سوریې سره د خپل نوي مشر احمد الشرع په مشرۍ د ښې اړیکې په لټه کې دي.