تورکیې د اسرائیلو لخوا په غزه کې په مرستندویه کارکوونکو خونړی برید وغنده

د بشري مرستو بڼسټ IHH، چې په غزه کې د خوړو د نړۍوال پروګرام سره په هماهنگۍ کې فعالیت کوي، وویل چې د اسرائیلو په هوايي برید کې ددې بڼسټ ۵ تنه مرستندویان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

/ others

د تورکیې د عامه  اړیکو مشر فخرالدین التون د IHH د بشري مرستو بنسټ ته  د اسرائیلو په هوايي برید کې ددې بڼسټ د ۵ تنو مرستندویانو د وژل کیدو او ۲ تنو نورو د سختي ټپي کیدو له امله د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام  واستوه.

التون د پنجشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په خپور کړي بیان کې وویل چې د اسرائیلو حکومت چې پر ماشومان، ښځو، زاړه او ټولو ملکي او بې ګناه خلکو د یو لبه د نسل وژنې په کچه ترهګري کوي یو ځل بیا  د بشري مرستو کارکوونکي چې د خپلو ژوندونو په خطر کې اچولو په بدل کې اړینو خلکو ته  رسولې ووژل.

التون په خپور کړي بیان  کې زیاته کړه: "د صهیونیستي اسرائیلو اداره په غزه کې خپل منظم قتل عام ته دوام ورکوي، چې په بې توپیره توګه ځوانان، زاړه، ماشومان او ښځې په نښه کوي."

هغه زیاته کړه: "اوس یې تر دې حده ورسېدل چې بې ګناه مرستندوی کارکوونکي چې د محاصره شوي غزې خلکو ته د ډوډۍ یوه ټوټه او د اوبو یوه غوړپ رسولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، بمبار کړي."

التون له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل غږ پورته کړي او د دې "وحشت" د درولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې تورکیه به د ډیپلوماتیکو لارو او نړیوالو بنسټونو له لارې هڅه وکړي چې په غزه کې د وینې توییدو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دې کړنو مسؤلینو څخه به حساب وپوښتل شي.

 د بشري مرستو بڼسټIHH چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه، وویل چې مرستندوی کارکوونکي د اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په منځ کې د غزې محاصره شویو خلکو ته د خوراکي توکو او مرستو رسولو هڅو کې بوخت وو.

IHH په خپله اعلامیه کې وویل: "موږ دا وحشیانه برید چې د بشري مرستو کارکوونکي په نښه کوي، چې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو د غزې مظلومو خلکو ته مرسته ورسوي، په کلکه غندو."

په بریدونو کې وژل شوي مرستندوی کارکوونکي د محمد المبیض، احمد بوستان، معتز رجب، اسحاق الطیف او جمال المبیض په توګه اعلان  شوي دي.