نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوبل د سولې جایزې خوب په سیند لاهو شو. جایزه ماریا کورینا ماچادو وګټله
د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه وګټله
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوبل د سولې جایزې خوب په سیند لاهو شو. جایزه ماریا کورینا ماچادو وګټله
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوبل د سولې جایزې خوب په سیند لاهو شو. جایزه ماریا کورینا ماچادو وګټله / Reuters

د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه وګټله

له ۳۳۸ نوماندانو څخه، ۵۸ کلنې ماچادو د سږ کال د جایزې ګټونکې په توګه راڅرګنده شوه، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون یې لوړپوړي کاندیدان مات کړل.
د ناروې د نوبل کمیټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو ته ورکړل شوه.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره توګه د ځان لپاره لابي کوله چې د دې جایزې وړ دی، خو ۵۸ کلنې ماچادو ته دا جایزه "د وینزویلا د خلکو لپاره د ډیموکراتیکو حقونو د ودې په برخه کې د هغې د نه ستړي کېدونکو هڅو" په خاطر ورکړل شوه.

د سږنۍ جایزې لپاره ۳۳۸ نوماندان ټاکل شوي وو، چې په کې ۲۴۴ کسان او ۹۴ سازمانونه شامل وو.

د تېر کال د نوبل د سولې جایزه د "نیهون هیډانکیو" په نوم یوې ډلې ته ورکړل شوې وه، چې د جاپان د اټومي بمباریو څخه د ژوندي پاتې شویو یو ولسي غورځنګ دی، "له اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ د رامنځته کولو لپاره د هغې د هڅو او د شاهدانو د شهادت له لارې د دې ښودلو په خاطر چې اټومي وسلې باید بیا هیڅکله ونه کارول شي."

د ۱۹۰۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، د نوبل د سولې جایزه ۱۰۵ ځله ۱۴۲ ګټونکو ته ورکړل شوې، چې په کې ۱۱۱ کسان او ۳۱ سازمانونه شامل دي.

په ټولیزه توګه، ۲۸ بېلابېلو سازمانونو د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې، چې په دې کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې درې ځله او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دوه ځله دا جایزه ګټلې ده.

د نوبل جایزې، چې د سویډني مخترع الفریډ نوبل د وصیت له مخې تاسیس شوې او لومړی ځل په ۱۹۰۱ کال کې ورکړل شوې، د نړۍ تر ټولو معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کیږي.

دا جایزې هر کال د فزیک، کیمیا، فزیولوژي یا طب، ادبیاتو او سولې په برخو کې ورکول کیږي، او وروسته په ۱۹۶۹ کال کې د سویډن مرکزي بانک لخوا د اقتصاد جایزه هم ور اضافه شوه.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.