تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې هیواد به ۴۸ ځانګړي KAAN جنګي الوتکې د اندونیزیا هیواد ته صادر کړي
د تورکیې ولسمشر د "ریکارډ ماتونکي د صاداراتو تړون" له امله د تورکیې د دفاعي صنعت ادارې او د تورکیې فضايي صنایعو شرکت ته مبارکي ورکړه.
د تورکیې هیواد به ۴۸ ځانګړي KAAN جنګي الوتکې د اندونیزیا هیواد ته صادر کړي
/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هېواد د دفاعي صنعت په برخه کې د یو لوی پرمختګ اعلان وکړ، چې له مخې به ۴۸ د کور دننه جوړ شوي KAAN جنګي الوتکې اندونیزیا ته صادرې شي.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ په ايکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه بیان کې دغه پرمختګ "ډېر مهم او د هرکلي وړ" وباله او ویې ویل چې دغه الوتکې به د تورکیې په خاوره کې د اندونیزیا سره د یوې هوکړې له مخې جوړې شي.

په دې تړون کې د اندونیزیا د محلي وړتیاوو د تولید په بهیر کې د شاملولو شرطونه هم شامل دي.

اردوغان وویل: "زه هیله لرم چې دا تړون، چې زموږ د ملي دفاعي صنعت پرمختګ او اوسني ظرفیتونه څرګندوي، د تورکیې او اندونیزیا لپاره ګټور ثابت شي."

د صادراتو تاریخي تړون

هغه د اندونیزیا ولسمشر پروبواو سبیانتو څخه هم مننه وکړه، چې د دې تړون په ترسره کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

اردوغان د تورکیې د دفاعي صنعت ادارې، د تورکیې هوايي صنایع (TAI) او ټولو هغو ادارو ته مبارکي وویله چې د تورکیې په تاریخ کې د "صادراتو تاریخي تړون" په ترلاسه کولو کې یې برخه اخیستې ده.

اردوغان د دې سکتور د ملاتړ لپاره د خپل حکومت ژمنتیا بیا تایید کړه او ویې ویل: "موږ به خپلو ټولو دفاعي شرکتونو ته بې ساري ملاتړ ته دوام ورکړو ترڅو زموږ د دفاعي صنعت نور هم پیاوړی شي. زه ټولو هغو وروڼو او خویندو ته چې په دې برخه کې کار کوي، له زړه مننه کوم."

د KAAN جنګي الوتکه چې د پنځم نسل الوتکو په توګه طبقه بندي شوې، پرمختللې د پټیدو ځانګړتیاوې لري او د دوه انجنونو په مرسته کار کوي، چې هر یو یې ۱۳۰۰۰ کیلوګرامه ځواک تولیدوي، او الوتکه د ماخ ۱.۸ سرعت ته رسوي.

د تورکیې هوايي صنایع (TAI) د شپږم نسل ماډل لپاره هم پلانونه لري، چې په کې به مصنوعي استخبارات، پرمختللي سینسر سیستمونه، او د بې پیلوټه الوتکو سره د ګډ عملیاتو وړتیا شامله وي.

د توغندیو تړون

د شرکت د رئیس مراد ایکینجي په وینا چې په ايکس کې یې بیان خپور کړ، وروسته په همدې ورځ، د تورکیې د توغندیو جوړولو شرکت روکتسان د اندونیزیا د PT Republik Defence Indonesia  سره دوه تړونونه لاسلیک کړل.

په دې تړونونو کې د ATMACA د کښتۍ ضد توغندیو پلور او د ګډ تولید نوښت شامل دی، چې موخه یې د اندونیزیا د سمندري وړتیاوو او کورني دفاعي صنعت پیاوړتیا ده.

دغه تړونونه د INDO Defense 2025 د دفاعي نندارتون په ترڅ کې د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې لاسلیک شول.

وپلټۍ
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله