نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسي ځواکونه په اوکراین "برحقه جګړه" کوي او برلاسي دي.
پوتین د دوشنبې په ورځ د کرملین پر وېبپاڼه په خپره شوې یوه ویډیو کې وویل: "زموږ جنګیالي او قوماندانان بریدونه کوي، او ټول هېواد، ټوله روسیه، دا برحقه جګړه پرمخ وړي او سخت کار کوي."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسي ځواکونه په اوکراین "برحقه جګړه" کوي او برلاسي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسي ځواکونه په اوکراین "برحقه جګړه" کوي او برلاسي دي. / AP

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسي ځواکونه په اوکراین "برحقه جګړه" کوي او برلاسي دي.

پوتین د دوشنبې په ورځ د کرملین پر وېبپاڼه په خپره شوې یوه ویډیو کې وویل: "زموږ جنګیالي او قوماندانان بریدونه کوي، او ټول هېواد، ټوله روسیه، دا برحقه جګړه پرمخ وړي او سخت کار کوي."

"موږ په ګډه له خپل وطن سره د مینې او د خپل تاریخي برخلیک د یووالي دفاع کوو، موږ جګړه کوو او موږ برلاسي کېږو."

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیپلوماتیکو هڅو سربېره، چې په کې یې له پوتین، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو اروپايي مشرانو سره جلا غونډې هم کړې دي، د دې جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

د جګړې د ډګر د پرانیستو سرچینو د نقشو له مخې، روسیه د کرېمیا په ګډون د اوکراین نږدې ۱۱۴،۵۰۰ کیلومتره مربع خاوره، چې د دغه هېواد ۱۹ سلنه جوړوي، او د هېواد په ختیځ او سوېل ختیځ کې یوه لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.

ټرمپ د خپل پخواني دریځ پر خلاف، تېره اوونۍ وویل چې اوکراین د خاورې د بېرته نیولو چانس لري، او واشنګټن وویل چې د کییف پر هغې غوښتنې غور کوي چې د روسیې په دننه کې د ژورو بریدونو لپاره د ټاماهاک کروز توغندي ترلاسه کړي.

اړوند مطالب
ټي آر ټي ورلډ - ټرمپ: د خنډونو سربېره د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هڅې لا هم ژوندۍ دي.

په دونیتسک کې نور پرمختګونه

د جګړې د ډګر د پرمختګونو په اړه، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې په کلیدي برخو کې دوه نور د لومړۍ کرښې ښارګوټي نیولي دي.

اوکرایني چارواکو د دغو دوو کلیو په اړه د روسیې اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو زلنسکي ویلي چې د دونیتسک په سیمه کې د دوبروپیلیا (Dobropillia) ښارګوټي ته نږدې د کییف ځوابي عملیاتو پرمختګ کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونه یې اوس شاندریګولوف (Shandryholove) او زاریچنه (Zarichne) تر خپل کنټرول لاندې لري، چې دواړه د سلویانسک (Sloviansk) ښار شمال ختیځ ته پراته دي - دا یو له هغو مرکزونو څخه دی چې مسکو هیله لري د دونیتسک سیمې له لارې د لوېدیځ پر لور په خپل حرکت کې یې بالاخره ونیسي.

وروسته یې په یوه بله اعلامیه کې وویل چې د دفاع وزیر اندري بیلووسوف (Andrei Belousov) دغې قطعې ته د هغو "زړورو او پرېکنده" اقداماتو له امله مبارکي ورکړې چې د زاریچنه د نیولو لامل شول، چې د خپل شوروي دورې په نوم، کیروفسک (Kirovsk)، پېژندل شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې روسي سرتېري له یوې ودانۍ څخه بلې ته ځي او د شاندریګولوف د نیولو پر مهال د روسیې بیرغ پورته کوي.

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود