کلتور
2 د لوستلو دقیقې
په لاس انجلس کې د "ترکش وایب زون" تورکیې فرهنګي زون زرګونه نندارچیان راجلب کړل
د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام پر مهال، په لاس انجلس کې د تورکیې د اړیکو د ریاست لخوا د مینه والو او رسنیو لپاره جوړ شوي ځانګړي مرکز زرګونه لیدونکي راجلب کړل.
په لاس انجلس کې د "ترکش وایب زون" تورکیې فرهنګي زون زرګونه نندارچیان راجلب کړل
په لاس انجلس کې د "ترکش وایب زون" تورکیې فرهنګي زون زرګونه نندارچیان راجلب کړل


دغه مرکز د یو کلتوري پله په توګه کار وکړ، چې تورکي کډوال یې د نړیوال جام له پیښو او نړیوالو لیدونکو سره ونښلول.

د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام پر مهال، په لاس انجلس کې د تورکیې د اړیکو د ریاست لخوا د مینه والو او رسنیو لپاره جوړ شوي ځانګړي مرکز زرګونه لیدونکي راجلب کړل.

دغه مرکز چې د "ترکش وایب زون" (Turkish Vibe Zone) نوم ورته ورکړل شوی و او شعار یې "تورکیه دلته ده" و، د لاس انجلس په "ګلوریا مولینا ګراند پارک" کې په شاوخوا ۳۰۵۰ متره مربع ساحه کې جوړ شوی و.

یاد مرکز د جون تر ۲۶مې پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی و، چې د لاس انجلس په لوبغالي کې د تورکیې او امریکا ترمنځ له لوبې وروسته وتړل شو.

په دې ځای کې بېلابېل تبلیغاتي فعالیتونه ترسره کېدل، چې د تورکیې د ملي لوبډلې د لوبو ژوندۍ بڼه ښودل، رسنیز پروګرامونه او د مینه والو لپاره ځانګړې لوبې پکې شاملې وې.

لیدونکو هلته له ګڼو اسانتیاوو او جاذبو ګټه پورته کړه، لکه د لوبو د ښودلو لپاره لویه پرده، د رسنیو د تولید سټوډیو، د عکسونو اخیستلو ځای ، د ترکي خوړو برخه، د ځانګړو مېلمنو د هرکلي ځای، د مرکو لپاره ځانګړي ځایونه، یو مجهز مطبوعاتي مرکز او د سپانسرانو نندارتونونه.

مطبوعاتي مرکز د هغو ترکي خبریالانو لپاره د همغږۍ د اصلي مرکز په توګه کار کاوه چې د نړیوال جام سیالۍ یې پوښلې او هلته یې د مرکو، ژوندیو رپوټونو او ټلوېزیوني خپرونو لپاره پوره اسانتیاوې درلودې.

له متحده ایالاتو سره تر لوبې مخکې، ترکیې د جون په ۱۹مه په نږدې ښار "سان فرانسیسکو" کې له پاراګوای سره لوبه کړې وه.

دغه مرکز چې په متحده ایالاتو کې د فوټبال د نړیوال جام تر څنګ جوړ شوی و، د یو کلتوري پله په توګه یې کار وکړ چې په سیمه کې مېشت ترکي کډوال یې له خپلو اړوندو ټولنو او نړیوالو لیدونکو سره وتړل.

په څلورمه ورځ د دغه مرکز د لیدونکو په منځ کې د تورکیې د صنایعو او ټیکنالوژۍ پخوانی وزیر مصطفی وارانک، په واشنګټن کې د تورکیې سفیر سدات اونال، په لاس انجلس کې جنرال کونسله منکشه اوناک او پخوانی مشهور ملي لوبغاړی بوراک یلماز شامل وو.

وارانک او اونال له دغه ځای څخه لیدنه وکړه، له مېشتو ترکانو او نورو نندارچیانو سره یې وکتل او په دې مرکز کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه ورته پوره معلومات ورکړل شول.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ