نوې سوریه
1 د لوستلو دقیقه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د پلازمېنې دمشق په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه کوڅه کې په یوه کوچني بس (مینی بس) او د کثافاتو په یوه بیلر کې ځای پر ځای شوي بمونه چاودلي دي.
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
دمشق کې غبرګې چاودنې شوي

پېښې ځای ته ګڼ شمېر امبولانسونه رسېدلي، خو تر اوسه رسمي چارواکو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

راپورونه وايي چې دا چاودنه د هغه هوټل په نږدې سیمه کې شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل دمشق د سفر پر مهال په کې اوسېده.

د چاودنې پر مهال مکرون د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې و.

د یادونې وړ ده چې د جولای په ۲مه نېټه هم د دمشق حمیدیه بازار ته پر غځېدلې لار، د عدلیې ماڼۍ (قصر العدل) ترڅنګ په یوه کافه کې ترهګریز برید شوی و، چې په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي وو.

دا چاودنې پداسې حال کې کیږي چې د فرانسې ولسمشر د اروپايي ټولنې د یو مهم غړي هیواد د لومړني ولسمشر په توګه سوریې ته سفر کړی دی.

د نوموړو بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه نده اخیستې.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".