په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو بس د ټکر له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د عمرې لپاره د راغلو زیارت کوونکو یو بس مدینې منورې ته نږدې، د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو، چې په پېښه کې ۴۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي چې د وژل شویو کسانو ډېری د هند وګړي دي.
په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو یو بس د تېلو له ټانکر سره ټکر شوی، چې له امله یې ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عمرې لپاره د راغلو زیارت کوونکو یو بس مدینې منورې ته نږدې، د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو، چې په پېښه کې ۴۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي چې د وژل شویو کسانو ډېری د هند وګړي دي.
د هند حکومت خبر ورکړی چې د سعودي عربستان مدینې ښار ته نږدې په یوه پېښه کې، له عمرې څخه د راستنېدونکي بس او د تېلو د ټانکر د ټکر له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په اعلامیه کې چې د پېښې د ډېری قربانیانو د هندي وګړو په توګه یادونه شوې، ویل شوي چې په پېښه کې د وژل شویو یا ټپي شویو هېوادوالو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په ریاض کې له سفارت سره اړیکه نیول شوې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د پېښې په اړه پر خپله ټولنیزه رسنۍ پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: "په مدینه کې پر هغې پېښې چې هندي وګړي هم پکې وو، ژوره خواشیني څرګندوم. د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک یم. ټولو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوم. په ریاض کې زموږ سفارت او په جده کې زموږ قونسلګري هر ډول ممکنه مرستې وړاندې کوي. زموږ چارواکي هم د سعودي عربستان له چارواکو سره په نږدې اړیکه کې دي."