نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو بس د ټکر له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د عمرې لپاره د راغلو زیارت کوونکو  یو بس مدینې منورې ته نږدې، د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو، چې په پېښه کې ۴۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي چې د وژل شویو کسانو ډېری د هند وګړي دي.
په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو بس د ټکر له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو بس د ټکر له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

په سعودي عربستان کې د عمرې زیارت کوونکو یو بس د تېلو له ټانکر سره ټکر شوی، چې له امله یې ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عمرې لپاره د راغلو زیارت کوونکو  یو بس مدینې منورې ته نږدې، د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شو، چې په پېښه کې ۴۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي چې د وژل شویو کسانو ډېری د هند وګړي دي.

د هند حکومت خبر ورکړی چې د سعودي عربستان مدینې ښار ته نږدې په یوه پېښه کې، له عمرې څخه د راستنېدونکي بس او د تېلو د ټانکر د ټکر له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په اعلامیه کې چې د پېښې د ډېری قربانیانو د هندي وګړو په توګه یادونه شوې، ویل شوي چې په پېښه کې د وژل شویو یا ټپي شویو هېوادوالو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په ریاض کې له سفارت سره اړیکه نیول شوې ده.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د پېښې په اړه پر خپله ټولنیزه رسنۍ پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: "په مدینه کې پر هغې پېښې چې هندي وګړي هم پکې وو، ژوره خواشیني څرګندوم. د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک یم. ټولو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوم. په ریاض کې زموږ سفارت او په جده کې زموږ قونسلګري هر ډول ممکنه مرستې وړاندې کوي. زموږ چارواکي هم د سعودي عربستان له چارواکو سره په نږدې اړیکه کې دي."

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'