تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او سخت غبرګون يي وښود
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې دوی هغه تورونه په کلکه ردوي چې د فبرورۍ په ۱۲مه د اروپايي پارلمان په تصویب شویو پرېکړه لیکونو کې پر تورکیې لګول شوي دي.
تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او سخت غبرګون يي وښود
تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او سخت غبرګون يي وښود / AA
14 فبروري 2026

تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او دا ادعاوې یې بې بنسټه او د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅه بللې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل چې دوی هغه تورونه په کلکه ردوي چې د فبرورۍ په ۱۲مه د اروپايي پارلمان په تصویب شویو پرېکړه لیکونو کې پر تورکیې لګول شوي دي.

وزارت وویل چې د سوریې د شمال ختیځ د وضعیت په اړه پرېکړه لیک کې د سوریې په بیارغونه او ثبات کې د تورکیې رول له پامه غورځول شوی دی. انقرې پر اروپايي قانون جوړونکو غږ وکړ چې د "ناوړه او بدنیته" اقداماتو پر ځای، د ځمکې پر مخ حقایق او د سوریې د خلکو هیلې په ښه توګه درک کړي.

په بیانیه کې راغلي:

"د سوریې د شمال ختیځ د وضعیت په اړه پرېکړه لیک د سوریې په بیارغونه او ثبات کې د تورکیې رول له پامه غورځوي."

د بیان او مذهب ازادي

وزارت همدارنګه په یو بل جلا پرېکړه لیک کې د بیان او مذهب د ازادۍ په اړه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دا له حقایقو سره په ټکر کې دي.

بیانیه زیاتوي:

"موږ اروپايي پارلمان ته مشوره ورکوو چې د ناوړه او بدنیته پرېکړه لیکونو د تصویبولو پر ځای، د ځمکې پر مخ حقایقو او د سوریې د خلکو هیلو ته د رسیدو لپاره ډېره هڅه وکړي."

قضايي خپلواکي او دوه اړخیزې اړیکې

انقرې خبرداری ورکړ چې دا ډول پرېکړه لیکونه له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو هڅې له خطر سره مخ کوي. وزارت پر اروپايي پارلمان غږ وکړ چې د تورکیې پر ضد د وسیلې په توګه د کارېدو پر ځای، د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

 

وپلټۍ
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
ایف‌بي‌اي ویلي دي چې په میشیګان کې پر کنیسه برید یو «هدفي برید» و
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
د ایران د جګړې د کړکېچ په ترڅ کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا نظامي الوتکې سقوط وکړ.
د عراق په لویدیځ کې د ایران پورې تړلو ملیشو په مرکزي دفترونو په هوایي بریدونو کې  ۳۰ کسان وژل شوي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
تورکیې او نورو اسلامي هېوادونو په الاقصی کې د رمضان پر مهال د اسرائيلو محدودیتونه وغندل.
ایران د نجونو پر ښوونځي برید 'نه بخښونکی جنګي جرم' وباله او د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام