نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا وویل چې ټرمپ "پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري"
د برازیل ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سلوا وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د واکمنۍ (حکومت کولو) حق لري، خو پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري.
د برازیل ولسمشر لولا دا سلوا وویل چې ټرمپ "پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري"
لولا دا سیلوا

لولا دا سلوا له سي‌ان‌ان (CNN) سره په یوه مرکه کې د نړیوالو اړیکو په اړه د ټرمپ د تګلارې په تړاو څرګندونې وکړې.

د برازیل ولسمشر وویل: "ولسمشر ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د واکمنۍ حق لري، خو د نورو هېوادونو د واکمنۍ حق نه لري." او زیاته یې کړه چې ټرمپ پر نورو هېوادونو د خپلې ارادې د تپلو حق نه لري.

لولا دا سلوا د دې په بیانولو سره چې ټرمپ له نړیوالو مسایلو سره "جانبدارانه" چلند کوي، څرګنده کړه چې د نړیوالو شخړو د حل لپاره باید څو اړخیزتوب پیاوړی شي.

لولا دا سلوا وویل: "هغه د واکمنۍ یو داسې سبک لري چې وايي: 'زه تر ټولو پیاوړی یم، زه تر ټولو شتمن یم، زه هر څه کولی شم او نور باید اطاعت وکړي.' زه له دې سره موافق نه یم."

لولا دا سلوا د دې په څرګندولو سره چې برازیل له امریکا سره د خبرو اترو او مذاکراتو پلوی دی، یادونه وکړه چې هېواد به یې له بهر څخه تپل شوې پرېکړې (فرمایشونه) ونه مني.

د برازیل ولسمشر تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ویلي وو چې د اکتوبر په څلورمه په برازیل کې په پلان شویو ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي، او ټینګار یې کړی و چې ملتونه باید د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

 

وپلټۍ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي